د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو روسیه غندلې چې د اوکراین څخه جلا شوې سیمې په رسمیت پیژندلې


د روسیې جمهور رئیس د اوکراین څخه جلا شوې سیمې د خپلواکونو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.
د روسیې جمهور رئیس د اوکراین څخه جلا شوې سیمې د خپلواکونو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.

د نړۍ مشرانو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین هغه پریکړه غندلې چې د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پیژندلي.

د فرانسې ، جرمني او متحده ایالاتو مشرانو د ښاغلي پوتین دا اقدام غندلی او د منسک د سولې د تړون څخه یې ښکاره سرغړاونه بللې.

د دې درې واړو هیوادونو مشرانو د پوتین د پریکړې څخه وروسته خبرې کړې او د جرمني صدراعظم اولف شولتز په یوې اعلامیې کې ویلي چې "دا اقدام به بې ځوابه پاتې نشي".

تر اوسه نده معلومه چې د جرمني او فرانسې مشران چې دواړو یې تازه مسکو او اوکراین ته د کړکیچ د کمولو په خاطر سفرونه وکړل او د اوکراین او روسیې د جمهور رئیسانو سره یې هم وکتل، د متحده ایالاتو په شان پدې سیمو بندیزونه ولګوي او که نه.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په دونیڅک او لوهانسک بندیزونه ولګول او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د ښاغلي پوتین پریکړې ته په غبرګون کې په ټویټر کې لیکلي چې دې پریکړې ته باید "چټک او سخت ځواب وویل شي".

ښاغلي بلنیکن همدرانګه لیکلي چې " د خپلو شریکانو سره په همغږۍ به مناسب اقدمات وکړو" خو نور جزیات یې ندي ورکړي .

په دنییڅک او لوهانسک د مالي بندیزونو تر څنګ متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به نور اقدامات هم وکړي.

ملګرو ملتونو بیا د ښاغلي پوتین پریکړه سرغړاونه بللې.

د دې نړیوالې ادارې مشر انتونیو ګوتریش ویلي چې د روسیې پریکړه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او خودمختارۍ څخه سرغړاونې او د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې ده".

په همدې حال کې فرانسې بیا د ښاغلي پوتین د پریکړې څخه وروسته د ملګرو ملتونو د عاجلې غونډې غوښتنه کړې.

پداسې حال کې چې د دې هیواد جمهور رئیس ایمانیول مکرون روسیې او اوکراین ته د کړکیچ د حل لپاره تللی و او لا هم د ستونزې د حل لپاره په دپلوماسۍ ټینګار کوي خو د دوشنبې په ورځ یې د روسیې د جمهور رئیس د پریکړې نه وروسته د اروپایي اتحادیې لخوا په مسکو د بندیزونو لګول وغوښتل.

د ښاغلي مکرون د دفتر څخه په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي،" هغه (جمهور رئیس مکرون) د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا عاجله غونډه او د اروپایي اتحادیې لخوا د بندیزونو د لګولو غوښتنه کوي".

بریتانیې هم د روسیې دا اقدام غندلی او د اوکراین د خودمختارۍ څخه یې ښکاره سرغړاونه بللې او د بندیزونو غوښتنه یې کړي.

د دې هیواد صدراعظم بوریس جانسن پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، " په اوکراین کې د روسیې د مداخلې یا یرغل په لومړي ګام کې به مضبوط بندیزونه ولګوو".


په عین وخت کې ناټو بیا ویلي چې روسیه پدې اقدام سره په اوکراین د یرغل لپاره پلمې غواړي. د دې سازمان مشر ینز سټول ټنبرګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پوتین پریکړه د اوکراین خودمختاري او ځمکنۍ بشپړتیا لا کمزورې کوي او د شخړې د حل لپاره د هڅو مخکې خنډونه پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG