د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان او نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه د امریکا راپور


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبونو د آزداۍ په اړه خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د شیعه اقلیت په وړاندې د سني مذهب د پیروانو لخوا تبعیض مخ په کمېدو دی.

پدغه راپور کېچې د سې شنبې په ورځ [اګست ۱۵] خپور شو پر داعش ډلې د قومي او مذهبي اقلیوتونو پر وړاندې د تشدد له امله سخت انتقادونه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور کې لیکل شوي چې "شیعه اقلیت چې د حکومت په لوړو هم مقامونو کې هم شته، شکایت لري چې د افغانستان حکومت په شعیه میشتو سیمو کې د امنیت تامین له پامه غورځولی دی."

د مذهبونو د آزادۍ راپور د خپرولو پر مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن داعش ډله پر نسل وژنې تورنه کړه.

امریکايي مقاماتو په نړۍ کې د داعش جنګیالیو د کړنو په غندلو سره ویلي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې او افغان طالبانو د عقایدو په اساس او له حکومت سره د اړیکو په خاطر پر مذهبي اقلیتونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

ټېلرسن وویل: "داعش ډله تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په څرګنده توګه د یزديانو، مسیحیانو او شیعه مسلمانانو د نسل وژنې مسؤله ده."

په افغانستان کې له نورو ادیانو سره د تبعیض په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده. تازه راپور کې د مذهبي اقلیتونو د رهبرانو په حواله لیکل شوي دي" په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو لپاره د عبادت ځایونو شمېر مخ په کمېدو دی او ځینې اقلیتونه د کاري فرصتونو د نشتون له امله، نورو هېوادنو ته کډوالۍ ته مجبور شوي دي."

په ورته وخت کې افغان مسیحیانو ویلي چې د کرکجنو افکارو له امله په خاصو ځایونو کې عبادت کوي.

ایران او عربستان کې مذهبي محدودیتونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې د اوو هېوادنو نومونه په هغه کتار کې راغلي دي چې له مذهبي آزادیو څخه یې سرغړونه کړې ده.

رېکس ټېلرسن وایې چې د نړۍ اتیا فیصده خلک له محدودیتونو او خصومتونو سره مخامخ دي.

د ټېلرسن په وینا "په ایران کې بهائیان، مسیحیان او نور اقلیتونه د خپلو عقایدو له امله ځورول کیږي."

امریکا له خپل نږدي متحد او په سیمې کې د ایران له سیال هېواد، سعودي عربستان څخه غوښتي چې خپلو اتباعو ته مذهبي آزادي ورکړي.

ټېلرسن وویل: "حکومت په عامه ځایونو کې د غیرمسلمانانو د عبادت کولو حقونه نه تصدیقوي. د ارتداد، الحاد، مقدساتو ته د سپکاوي او د اسلام پر تفسیر د نظر د څرګندولو په خاطر د زنداني کولو، دُرې وهلو او جریمې کولو په شمول یې جرمي مجازات وضع کړي دي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان، ترکیې، بحرین، سوډان او چین کې هم د مذهبي آزادیو په اړه پر دغو هېوادونه سختې نیوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG