د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو کوچنی زیږیدلی ماشوم


د نړۍ تر ټولو وړوکی زیږیدلی ماشوم چې د کلیفورنیا ایالت په یو روغتون کې زیږیدلی و، په ماشین کې د څو میاشتو پالنې وروسته کور ته ولیږدول شو.

د پیدایښت پر مهال د دغه ماشومې وزن د یوې لویې مڼې په اندازه یا ۲۴۵ ګرامه و.

دغه ماشومه د حمل په ۲۳مې اونۍ د کالیفورنیا ایالت د سن دیاګو ښار په یو روغتون کې پیدا شوی وه. د روغتون ډاکټرانو پرې سیبي نوم ایښودلی و او د نجلۍ مور او پلار ته یې ویلي و چې ماشومه به یې له یو ساعت څخه ډیره ژوندۍ پاتې نشي.

د دغې نجلۍ مور وایي چې ”مونږ خوشحاله یو چې دغه یو ساعت په ساعتونو او بیا په اونیو بدل شو. "

د دغې ماشوم یوه ډاکټره، کیم نوربي بیا ددغې نجلۍ ژوندي پاتې کیدل یوه معجزه بولي او وایي چې هغه د ډیر کوچني وجود د لرلو سره سره ډیره قوي ده.

سیبي په روغتون کې ۵ میاشتې د ډاکټرانو د ځانګړي مراقبت او پالنې لاندې تیر کړل او له روغتون څخه د وتلو پر مهال یې وزن دوه کیلو او ۲۰۰ ګرامو ته رسیدلی و.

تر سیبي مخکې د نړۍ تر ټولو وړوکی ماشوم په جرمني کې زیږیدلی وو چې د زیږون پر مهال یې وزن ۲۵۲ کیلو ګرامه و.

XS
SM
MD
LG