د لاس رسي وړ اتصالات

پښتانه به د ارمان، ارمانونه پوره کوي- وړانگه لوڼۍ


د پښتون تحفظ تحریک غړې وړانگه لوڼۍ
د پښتون تحفظ تحریک غړې وړانگه لوڼۍ

وړانگه لوڼۍ چې کله د پېښور په غونډې کې د گډون لپاره د بلوچستان نه پیښور ته راورسیدله نو پیښور کې د پښتون تحریک ملاتړ کونکو یې بیساری هرکلی وکړ.

د پښتون تحفظ تحریک غړې وړانگې لوڼۍ دغه هرکلی د هغې د وژل شوي ورور ارمان لوڼي سره د پښتنو د مینې او درناوې څرگندول وبلل.

وړانگی لونۍ د امریکاغږ سره په خبرو کې د پیښور غونډه چې د ارمان د قتل خلاف وشوه، کامیابه وبلله. هغې وویل

"څومره خلکو چې گډون وکړ دا د ارمان د نظریې خلک و. نن زه ډیره خوشحاله شوم چې د ارمان د ارمانونو پوره کولو لپاره ډیر خلک لا شته. ماته خلکو نن دا ډاډ راکړ چې هغوي به د ارمان لاره نه پریږدي."

هغې دا هم وویل چې د پیښور په غونډه کې د هغې د توقع نه زیاتو کسانو گډون وکړ چې په دی ډیره خوشحاله ده.

د وړانگې لوڼۍ د هرکلې عکسونه په ټولنیزو خپاره شول او دغه تبصرې وشوې چې "د پښتنو د حقونو لپاره په مبارزې کې هغې خپل ورور بایللی دی هو هغه به بی وروره نه شي​".

کله چې وړانگه پیښور ته راغله نو د هغې هرکلې ته راغونډو شوو کسانو په هغې گلونه وشیندل.

پخواني سناتور افراسیاب خټک ولیکل چې پښتانه نور بی پوښتنې نه دي. هغه وایي

​وړانگې د پېښور په غونډې کې د گډون والو نه تشکري وکړله او ویې ویل چې د خلکو مینه او ملاتړ د هغوې مبارزې ته دوام او ژوند بخښي.

XS
SM
MD
LG