د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې بې وزلو ته استول شوي خوراکي مواد غلا شوي


په یمن کې دا مهال ۱۵.۹ ملیون کسان له ولږې سره مخ دي
په یمن کې دا مهال ۱۵.۹ ملیون کسان له ولږې سره مخ دي

ملګري ملتونه وایي چې د خوراک نړیوال سازمان له خوا استول شوي خوراکي توکي د هوثیانو په سیمه کې غلا کیږي او وروسته په بازارونو کې خرڅیږي.

د خوراک نړیوال سازمان په بیوزلو خلکو باندې د خوراکي توکو تقسیمول وروسته له هغې پیل کړل چې تیره میاشت د یمن دولت او هوثي جنګیالیو تر منځ د سولې هوکړه لیک امضا شو.

د خوراک نړیوال سازمان ددغو خوراکي توکو تقسیمولو لپاره د ګڼو ځایي ادارو څخه مرسته اخلي چې له ډلې یې دوي یوه اداره په فساد تورنه کړې ده.

دغه سازمان وایي چې یاده اداره د هوثیانو د پوهنې وزارت سره اړیکې لري او ورته سپارل شوي خوراکي توکي د بیوزلو پر ځاې دغو جنګیالیو ته ورکوي.

د خوراک د نړیوال سازمان اجراییه رئیس، ډیوډ بیسلي وایي”هلته ماشومان وږي دي، له ولږي مري، له دوی څخه د هغوی ډوډۍ تښتول ظلم دی او باید چې سمدستي یې مخه ونیول شي“.

په ژنیو کې د خوراک نړیوال سازمان استازی، هیر ورهوسول وایي چې که چیرته په دغه هیواد کې د بایومتریک سیستم فعال شي، دوي حاضر دي چې خلکو ته نقدې پیسې هم ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس ته په لیږل شوې یوې خبرپاڼې کې هوثي دولت په دغه پیښه ژوور خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې ”مونږ له داسې پیښو هیڅ خبر نه یو او فکر نه کوو چې کوم ثبوت هم موجود وي. مونږ وایو یوه خپلواکه کمیټه دې جوړه شي او ددې پیښو څیړنه دې وشي. ”

د کال ۲۰۱۴ راهیسې د پلازمینې سنا په ګډون ګن شمیر ښارونه د هوثي جنګیاليو په ولکه کې دي چې د یمن جګړې او اقتصادي کړکیچ د دې هیواد ۵۳ سلنه وګړي (۱۵.۹ ملیون) له ولږې سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG