د لاس رسي وړ اتصالات

نجونې په بیسارې توګه په آنلاین فضا کې د سکس قرباني دي – رپوټ


د یوې نوې څیړنې له مخې ځوانې نجونې له بل هر وخت څخه اوس په آنلاین فضا کې د سکس د ښکاریانو قرباني دي.

په بریتانیا کې د انټرنیټي څارنې بنسټ پخپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې د ماشومانو په ځانګړې توګه د کم عمره او ځوانو نجونو څخه په انټرنیټ کې د سکس لپاره ناوړه استفاده په ټکان ورکوونکې کچه زیاته شوې ده.

ددې رپوټ له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کم عمره کسانو لږ تر لږه ۶۸ زره سکسۍ تصویرونه یا ویدیوګانې په ټوله نړۍ کې په انټرنیټ کې خپرې شوي دي او پخپله قربانیانو د آنلاین سکس ښکاریانو تر فشار لاندې لوڅ عکسونه ثبت او خپاره کړي دي.

ددې رپوټ موندنې ښيي چې د ۱۱ او ۱۳ کلونو ترمنځ نجونې تیر کال د قربانیانو ۸۰ فیصده وې.

دغه بنسټ څه دپاسه ۱۵۳ زره انټرنیټي لیکونه تائید کړي چې د ماشومانو لوځ عکسونه یې درلودل او ددې بنسټ د رپوټ په اساس ددغو تصویرونو له جملې څخه ۴۴ فیصده یې پخپله قربانیانو ثبت کړي دي.

د کروناویروس د وبا په ترڅ کې چې پر ګرځیدو باندې د محدودیتونو لګیدلي وو زیاتو خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو خپل وخت په انټرنیټ کې تیراوه.

د بریتانیا د انټرنیټي څارنې د بنسټ رئیسه سوزي هارګریفس، د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې دا بنسټ نه غواړي خلک وډاروي، خو تصمیم لري چې د ماشومانو د بربنډو عکسونو د مخنیوي لپاره چې پخپله دغو ماشومانو اخیستې دي او بیا یې په آنلاین فضا کې خپاره کړي، هڅه وکړي.

په بیان کې راغلي: "مونږ غواړو چې تنکۍ ځوانې نجونې دا درک کړي چې د هغوی کړنې لکه د خپلو بربنډو عکسونو اخیستل او د آنلاین ښکاریانو تر فشار لاندې د هغوی څخه ناوړه استفاده ده.

غواړو چې هغوی د غښتلیتوب احساس وکړي او د ځان کنترول په خپل کې ولري او پوه شي چې ددغه ډول نامناسبو غوښتنو په وړاندې څرنګه چلند وکړي او هغه معتبرو منابعو ته رپوټ کړي."

د امریکا د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت هم د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په آنلاین فضا کې ماشومانو د جنسي ښکاریانو د لاس رسي په هکله خبرداری ورکړی و.

د ورک شویو او استثمار شویو ماشومانو ملي مرکز چې د امریکا د عدلیې وزارت په رپوټ کې یې مرسته کړې ده ویلي دي چې په ۲۰۲۰ کې په انټرنیټ کې د ماشومانو د غولولو کچه د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۹۷.۵ فیصده زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG