د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل په سرحدي ولسوالیو کې د ګوزڼ پراخه هڅې


افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې
افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې

د راپورنو په اساس پاکستان د ماشومانو د فلج تر ټولو زیاتي پېښې لري چې ،له تیر یوه کال راهیسې د هیواد په جنوبي ولایاتو کې د لیدل شویو پېښو اصلي سرچینه دغه هیواد ته د افغانانو زیات تګ راتګ بلل کیږي .

د زابل ولایت څلور جنوبي ولسوالۍ شملزی ، شینکۍ ، اټغر او نوبهار له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې سیمي دي ، چې هره ورځ يې ګڼ شمېر کورنۍ د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي .

خو له اټغر ولسوالۍ پرته په پاته ۳ ولسوالیو کې د واکسین روغتیايي ډلي په ډير ه ځېرتیا سره د پوليو ضد واکسین عملي کوي

" د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر سیمه کې ټول هغه ماشومان چې له افغانستان څخه پاکستان ته ځي او که د پولې له هغې غاړې بیرته هیواد ته راځي مونږ وته واکسین ورکوو ، دا ځکه په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ پېښې ډيرې دي نو کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسین کول نه پریږدي "

د دې ولایت د عامي روغتیا ریس ډاکتر لعل محمد توخي وايي ، یو شمیر روغتیايي ډلي يې ګمارلي چي هره ورځ په سیمه کي د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق کړي .

ښاغلې توخي امریکا غږ ته وويل ،چې د واکسین د صحي رضاکارانو پههڅو په زابل ولایت کې د تیر په مقایسه د پولیو ناروغۍپېښې کمې شوي دي.

" زموږ هغه سرحدي سیمي چې د پاکستان سره نږدې پرتې دي هلته موږ دوامداره ټیمونه موظف کړي چې له سهار، تر ماښام پورې کار کوي او کوم کسان چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي ماشومان ته يې واکسین ورکول کیږي ، ځکه خو سږکال د فلج کومه مثبته پېښه نلرو "

له دې سره ، سره د زابل په ولایتي روغتون او د دې ولایت د ۹ ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې واکسین په دوامداره توګه عملي کيږي .

پر همدې مهال د زابل ولایتي مقامات د ګوزڼ ضد کمپاین کې د کورنیو همکاري ډیره اړینه بولي او وايې چي تل يې پدې برخه کي له ملا امامانو او بانفوذه اشخاصو څخه مرسته غوښتې ده .

عام خلګ هم د تير په پرتله اوس لېوالتیا ښيي چي ماشومان يې د ناروغیو په وړاندي وقایه شي .

د کلات مرکزي روغتون ته د واکسین لپاره راغلي څو کسانو امریکاږغ ته داسي وويل :

"ما دووه کوچنیان راوستل ،یو څلور کلن دی او بل پنځه کلن . غواړم ورته واکسن ورکړم ، مخکې موږ نه پوهیدو خو اوس ډیر خلګ د واکسین په ګټو پوهیدلي ، هغه ګوزڼ وهلي ماشومان چې په تلویزیونونو کې را څرګندیږي پر مونږ یې تاثیر کړی او هیڅوک نه غواړي چې ماشومان یې د پولیو له واکسین نه بې برخې پاتې شي "

د عامي روغتیا ولایتي مسولین وايي چې مهاجرتونه ، په هیواد کې ګرځنده نفوس او هغه وګړي چې د کورنیو نا امنیو له کبله ، یو ځای څخه بل ځای ته کډه کیږي د پوليو د ویرس په انتقال کې هم مهم رول لري .

همدا اوس د زابل په ګډون د جنوبي ولایاتو ډیرې برخې د تازه نا امنیو شاهدي دي ،چي لرې پرتو سیمو ته د پولیو واکسین د کمپاین غځولو په اړه يې سره له اوسه ځيني اندېښنې را پیدا کړي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG