د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته کډه شوې افغانه هنرمنده: هغه هوساینه چې افغانستان کې ده، بل ځای نشته


ظریفه ادیبه، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ پخوانۍ غړې
ظریفه ادیبه، د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ پخوانۍ غړې

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ پخوانۍ غړې ظریفه ادیبه چې اوس د امریکا په نیویارک کې میشته ده وايي، هغه هوساینه نلري چې په خپل هېواد کې یې لرله.

ظریفې له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "که افغانستان ما ته اجازه راکړي او زه وکولای شم په افغانستان کې موسیقي اجرا کړم،‌ او په افغانستان کې ژوند وکړم، په بل هیڅ ځای کې نه غواړم ژوند وکړم او په بل هیڅ ځای کې هغه هوساینه نه لرم چې په خپلې خاوره کې لرم."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د زهره آرکسترا دا غړې وايي، هڅه کوي خپلې هغه هیلې بیرته راژوندۍ کړي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خاورې شوي دي.

هغې زیاته کړه: "د افغانستان په اړه چې ما کوم خوبونه او هېلې درلودې له ما واخیستل شوې، هرڅه له منځه لاړل. ‌یو کال وشو کوم هدفونه چې مې درلودل، هغه ولاړل. اوس یې باید بیرته ترلاسه کړم. ‌هېله لرم چې د موسیقۍ ډله بیرته سره یو ځای کړم."

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ په شمول ګڼ شمېر بنسټونه له منځه ولاړل، لاسته راوړنې او وسایل یې نابود شول او غړي یې بهر ته وکوچیدل.

ظریفې وویل: "د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ تړل کېدل یوازې د افغانستان د موسیقۍ غږوونکو، زده کوونکو، ‌استادانو او هغو کسانو د پاره چې هلته یې کار کاوه، منفي نه وو، بلکې دا د ټول افغانستان لپاره لویه ماتې وه. ‌ځکه موږ هلته نه یوازې دا چې د افغانستان موسیقي ژوندۍ ساتله، بلکې د یو متحد افغانستان تصویر مو وړاندې کاوه."

د افغانستان دا ځوانه وایلون غږوونکې هنرمنده وايي، موسیقي ورته ځانګړی ځای او مانا لري. ظریفه وايي چې دا مهال په نیویارک کې د موسیقۍ د یو بنسټ غړیتوب لري او ددې ځای له بېلابېلو موسیقي غږوونکو سره په ګډه کار کوي.

واک ته د طالبانو له رسیدو سره، ‌د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ اکثره غړي له افغانستان څخه ووتل او یو شمېر یې اوس په پرتګال کې مېشت شوي دي. ددې انسټیټوټ چارواکي وايي چې دوی اوس بیرته په پښو دریدلي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ مشر، احمد ناصر سرمست، وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی چې ډاډه شو زده کوونکي د موسیقۍ زده کړې پر مخ وړي. د افغانستان د موسیقۍ هنري ډلې فعاله شوې دي، د تېرو کلنو په شان په نړیوالو ستیجونو کې مو خپل ځای موندلی دی او ددغو پروګرامونو له لارې غواړو د افغانستان د خلکو غږ، د افغانستان د هنرمندانو د موسیقۍ غږ اوسو او په ټوله نړۍ کې د افغانستان موسیقي معرفي کړو."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ په ۲۰۱۰ کال کې په کار پیل کړی. ددې انسټیټوټ مسولین وايي، د خپل څه باندې لسو کلونو فعالیت په موده کې یې په سلګونه زده کوونکي روزلي او په بهر کې د افغانستان د موسیقۍ د معرفي کولو لپاره یې په لسګونه کنسرتونه ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG