د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سفیر مرستیال د زرڅانگې پوښتنې ته ورغلی


افغان مشرانو د پښتو ژبې په مشهورې سندرغاړې زرڅانگې حمله سخته غندلې ده.

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې چې اوس په نیستۍ کې ژوند کوي. د امریکا غږ ته وویل چې هغه د افغانستان د حکومت نه ډیره مننه کوې چې ورته یې درناوې وکړ.

پرون د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفیر مرستیال زردشت شمس د زرڅانگې پوښتنې ته روغتون ته وراغی.

زرڅانگه چې د پور په لانجه د دوو ځامنو ترڅنگ وهل شوې او ژوبل شویده. پرون د دوشنبې په ورځ د روغتون نه کور ته بیرته ولیگل شوه. هغې د امریکا غږ ته وویل چې هیله لرې، حکومت او مینه وال ورسره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ټویټر باندې په زرڅانگې دغه برید غندلی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي برسیره پاکستان ته د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال هم په زرڅانگې برید په سختۍ وغنده.

په ټولنیزو رسنیو باندې په سلگونو کسانو په زرڅانگې حمله غندلي ده او د حکومت نه یې غوښتنه کړیده چې د پښتو ژبې د دغو هنرمندانو سره دی مرسته وکړي.

زرڅانگې پخوا هم د پښتونخوا د حکومت نه غوښتې و چې ورسره مرسته وکړي ځکه په ډیره نیستۍ کې ژوند کوي.

د پښتو ژبې یو بل هنر مند سردارعلې ټکر په خپل ټویټر گیله کړېده چې سیاستمدارانو د زرڅانگې سره هیڅ ډول کومک او مرسته نده کړې نو ځکه دی اوس د هغې په حق کې خبرې نه کوي. ټکر لیکلي.

"سیاستمداران دی د زرڅانگې په پلوۍ بیانونه نه ورکوي ځکه چې یو حکومت هم د زرڅانگې لپاره هیڅ ندې کړي."

په پېښور کې د مدنې حقوقو فعالینو د زرڅانگې سره د مرستې لپاره فعالیتونه پیل کړیدې. د قبایلي ښځو یوې ټولنې چې خور نومیږي، مشرې نورین نصیر په خپل فیس بک د زرڅانگې د مرستې لپاره مبارزه شروع کړیده. نورین نصیر وایي چې هر هغه کس چې د زرڅانگې مرسته کولی شي نو پکار ده چې وې کړي. د خور ټولنې غړو د حکومت نه هم غوښتنه کړیده چې زرڅانگې حفاظت وکړي ځکه چې هغې او کورنۍ ته یې اوس هم خطر موجود دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG