د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د الظواهري وژل کېدو د نړۍ پام طالبانو ته اړولی - کارپوهان


په کابل کي د امریکا په هوايي برید کې د القاعدې د رهبر ایمن الظواهري وژل کېدو د نړیوالې ټولنې پام د طالبانو لور ته اړولی دی او د طالبانو هغه هڅه یې ټکنۍ کړې دي چې غواړي حکومت یې د نړیوالو له لورې په رسمیت وپېژندل شي.

په واشنګټن کې سیاسي کارپوهان، د ایمن الظواهري وژل کېدل د امریکا او نړیوال ایتلاف لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي خو استدلال کوي چې دا د پوځیانو له ایستلو وروسته د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره نه تعریفوي.

د دوحې د تړون له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې د امریکایي پوځیانو د وتلو په بدل کې به دوی په افغانستان کې القاعدې او نورو ترهګرو ته چې پر امریکا د برید په لټه کې دي، پناه نه ورکوي.

ددې سره سره، د سپتمبر د ۱۱مې د برید اصلي طراح چې په دې وروستیو کلونو کې یې په ګڼو ویډیویي پیغامونو کې پر امریکا د برید لارښونه کړې وه، له ډېرو میاشتو راپدې خوا په کابل کې اوسېده او ظاهرا جګپوړو طالب مشرانو ورته پناه ورکړې وه.

د امریکا د یوه استخباراتي چارواکي په وینا په شېرپور کې د الظواهري خوندي پټنځای د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د نږدې همکار کور و.

د بهرنیو اړیکو د شورا غړی بروس هوفمن وايي: "موږ پوهېږو چې هغه [الظواهري] هم یو بنی ادم و او هره ورځ به د کوټې دالان ته وتلو. د برید په سهار موږ وتوانېدو چې یقیني کړو چې دی پخپله واقعاً الظواهري دی. فکر کوم د نېنجا راکټ قابلیتونو چې له نورو تلفاتو پرته، مشخص کس په نښه کوي په هغې پرېکړې اثر درلود چې له مخې یي د الظواهري د له منځه وړلو لپاره ځمکني پوځیان وانستول شي".

یو لړ رپوټونه شته چې له مخې یې د طالبانو په رهبرۍ کې ناراحتي رامنځته شوې، په خاص ډول د حقانې شبکې او په تحریک کې د سیالو ډلو ترمنځ.

طالبانو پخپل لومړني غبرګون کې برید غندلی و او دا یي د دوحې له تړون نه سرغړونه بللې وه خو دوی تراوسه نه دي ویلي چې په برید کې څوک وژل شوي دي.

بروس هوفمن په دې باور دی چې القاعده اوس هم یو خطر دی. هغه وايي: "د الظواهري په مشرۍ دوی ډېره آرامه تګلاره پرمخ بېوله. الظواهري ډېر خوښ و چې په تېرو اوو-اتو کلونو کې زموږ پام اسلامي دولت یا داعش ته اوښتی و چې داعش ته ماتې ورکړل شي او خلافت یي ختم کړای شي. دوی په دې موده کې د خپلې ډلې په راټولولو او جوړولو لګیا و".

یو جګپوړی څېړونکی چې پر اسلامي ډلو مطالعه کوي، په دې نظردی چې په لنډمهال کې به د دوحې تړون ته د طالبانو پر ژمنتیا بحثونه زیات شي.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې کارپوه جېرومي ډریون وايي چې اوس پوښتنه د القاعدې په اړه ده او دا چې بل ګام به څه وي.

ښاغلی ډریون زیاتوي: "یوه مسئله داده چې دواړو، اسامه بن لادن او الظواهري واقعي اعتبار درلود. دوی له پیله د القاعدې په لیکو کې له اتیایمو کلونو نه مبارزه کوله. که څه هم چې الظواهري د سپټمبر له بریدونو لږ څه مخکې لیکو ته راغی خو ده له ډېرې پخوا لدغې ډلې سره اړیکې پاللې. نو اوس دا به ددغه سازمان لپاره ډېره ګرانه وي چې بیا ځان سمبال کړي او نوی رهبر وټاکي."

دغه څېړونکی وایي چې د القاعدې نوی رهبر به ښایي په افغانستان کې موقعیت ونلري او دا به په اوږدمهال کې طالبانو ته ګټه ورسوي.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې جګپوړی کارپوه وايي: "دا الزاماً د امریکا او یا نړیوالې ټولنې پورې اړه نلري بلکه فکر کوم پدې پورې اړه لري چې د نوي رژیم په منځ کې څنګه واک ووېشل شي. څوک به کوم مقام ګټي، څوک به په کوم وزارت واک چلوي چې د خپلو عمومي تګلارو او نورو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي. نو دا به د طالبانو په تحریک کې په روانو بحثونو کې یو بل اضافي بحث وي. فکر نکوم چې دا به د دوی ترمنځ اصلي انقسام وي. کېدای شی چې له دې نه د څو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د توجیه کولو لپاره ګټه واخیستل شي."

XS
SM
MD
LG