د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د ځاځي میدان ولسوال وسله وال برید کې وژل شوی


د ځاځي میدان وژل شوی ولسوال، عبدالحی ځاځی.
د ځاځي میدان وژل شوی ولسوال، عبدالحی ځاځی.

حکومتي مامورين وايي چې د خوست د ځاځي ميدان ولسوال له خپل يو ساتونکي سره يو ځای يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل نن دوشنبه اکتوبر ۱۹(تلې۲۸) امريکا غږ ته وويل چې پر ولسوال عبدالحی ځاځي ماسپېښين د ګردېز - کابل په عمومي لاره د تېرې په سيمه کې بريد شوی دی.

هغه زياته کړه چې په کمين کې د ناستو وسله والو کسانو په ياد بريد کې ولسوال عبدالحی ځاځی او د هغه يو ساتونکی ځای پرځای وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل هم امريکاغږ ته د ولسوال عبدالحی ځاځي وژنه تائيد کړه.

نوموړي اوسمهال د خوست د ځاځي ميدان د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله او له دې مخکې د دغه ولايت د يو شمېر نورو مختلفو ولسواليو ولسوال پاتې شوی و.

تر اوسه پر هغه د بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG