د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: نور تمه نلرو چې اوکراین د ناټو د غړي په توګه ومنل شي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي« نور تمه نلري چې هیواد یې د ناټو یا شمالي اتلانیک د غړي» په توګه ومنل شي.

نوموړي ویلي چې پر ټولو لارو چارو او انتخابونو باندې تمرکز لري تر څو پر خپل هیواد د روسیې د یرغل په مقابل کې دفاع وکړی.

ښاغلي زیلینسکي د امریکا د (ABC) تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: "ډیر وختونه مخکې، وروسته تر دې چې موږ ددې پوښتنې په اړه پوه شوو، زه ناهیلی شوم... [ځکه] چې ناټو چمتو نه ده چې اوکراین ومني. متحدین یې له جنجالي مسائلو او روسیې څخه د مقابلې څخه وېره لري."

پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د لوېدیځ د تند موقف او پر مسکو د بندیزونو لګولو په باوجود، دا دریم ځل دی چې د اوکراین ولسمشر په یو ډول پر لوېدیځ او ناټو انتقاد کوي.

پر اوکراین د روسیې تر برید یوه ورځ وروسته، ښاغلي زیلینسکي پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې "هیواد کې د روسیې د یرغل په مقابل کې یوازې پاتې دی."

مخکې تر دې د اواکراین ولسمشر لوېدیځو هیوادونو ته په خطاب کې ویلي و که چیري د اوکراین حریم د روسیې د پروازونو په مقابل کې ونه تړل شي او دغه هیواد ته طیاري ورنکړل شي، "لوېدیځ هم غواړي چې موږ په تدریجي ډول ووژل شو."

لوېدیځو هیوادونو ددې سره سره چې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي دغه څرګندونو ته یې غبرګون نه دی ښودلی، پر روسیه یې زیات بندیزونه ولګول.

یو شمېر څېړونکو ویلي چې د ښاغلي زیلینسکي دغه څرګندونې له روسیې سره د خبرو ته یو ډول لېوالتیا ښودل دي،هغه هیواد چې له ډير وخته یې غوښتل چې اوکراین د ناټو غړی نشي.

زیلینسکي په یادې مرکې کې ویلي چې هغه «خبرو ته چمتو دی» خو په ورته وخت کې له امریکا او اروپا څخه غوښتي چې له اوکراین څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې: "موږ په اروپا کې یو ځای یو، د ازادۍ لپاره ځای، د ازادۍ ځای،کله چې حقوقي محدودیتونه او ازادي نقض او بندیږي، تاسو باید له موږ څخه محافظت وکړی، ځکه چې موږ په لومړي قدم کې موجود یو او تاسو په دوهم قدم کې ځای لرئ."

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو استخباراتو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې ناکامۍ او پر دغه هیواد سختو بندیزونو ته په کتو کېدای شي ولسمشر پوتین په راتلوونکې اونۍ کې پر اوکراین په ځانګړي توګه پر مرکز کیف درندې حملې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتو د سې شنبې په ورځ د کانګرس په استماعیه غونډه کې وویل چې د او کراینیانو د سخت او کټور مقاومت سره سره احتمالً د دغه هیواد یو شمېر ښارونه د روسیې د بریدونو په مقابل کې له نا امیدۍ سره مخ شي.

پر همدې مهال متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې پولنډ ته یې Patriot​توغندیزو سیستم لېږدولی دی.

په اروپا کې د متحده ایالاتو قوماندان ویلي چې دغه اقدام د متحده ایالاتو ددفاع د وزیر لوید آستین په غوښتنه شوی دی چې د هر دول احتمالي ګواښ په وړاندې مقابله وشي.

په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو د قوماندانۍ ویاند آدم میلر ویلي چې دغه اقدم مخکې له مخکې د دې لپاره شوی دی چې د امریکا او متحدینو په مقابل کې د هر ډول ممکنه ګواښ په وړاندې مقابله وشي.

د امریکا متحده ایالاتو لخوا د پیټروټ توغندیو پر مختللی دفاعي سیتسم د پر مختللو طیارو او توغندیو هدف ته له د رسېدو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG