د لاس رسي وړ اتصالات

د زیلینسکي خبرداری: روسیه ښایي په نورو هیوادونو هم یرغل وکړي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی که مسکو په اوکراین کې په یرغل کې بریالی شو، ښایي په نورو هیوادونو هم یرغل وکاندي.

ښاغلي زیلینسکي د جمعې اپریل ۲۲ (غوایي۲) په ماښام پخپلې بیانیې کې وویل، "دا هغه څه تائیدوي چې ما څو ځله ویلي و: په اوکراین د روسیې یرغل یې پيل دی".

د اوکراین مشر د روسیې د هغه جنرال په څرګندونو تبصره کوله چې ویلي یې دي د روسیې هدف دا دی چې د اوکراین ټولې جنوبي او ختیځې برخې ونیسي او په ګاونډي هیواد مالدوا کې د بیل شوي ولایت سره یې ونښلوي.

جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي وویل چې د روسیې د مرکزي نظامي حوزې د قوماندان د مرستیال جنرال روستم مینیکایف څرګندونې یې نښه ده چې مسکو به په اوکراین کې تم نشي.

د روسیې رسمي خبري اژانس د دې جګپوړي نظامي چارواکي په حوالې ویلي چې مسکو غواړي د اوکراین ټوله ختیځه دونباس سیمه قبضه کړي او د کرییمیا د ټاپو سره یې د ځمکني دهلیز له لارې ونښلوي او همدارنګه د اوکراین ټوله جنوبي برخه ونیسي چې د مالدوا د هغه بیل شوي ولایت سره یې ونښلوي چې روسیې قبضه کړی.

د روسیې د دې جنرال د خبرې معنی دا ده چې تعرضي عملیات به سل ګونه میلي د هغه څه څخه چې اوس روان دي، مخکې ولاړ شي او د مالدوا تر پولو به ورسیږي.

غبرګونونه:

مالدوا د جمعې په ورځ پدې هیواد کې د روسیې سفیر ور غوښتی و چې د دې جګپوړي نظامي جنرال په څرګندونو خپله "ژوره اندیښنه" وښیي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې جلینا پورټر ددې روسي جنرال په څرګندونو د تبصرې کولو څخه ډډه کړې خو دومره یې ویلي چې متحده ایالات د مالدوا د خودمختارۍ ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګان) ویلي چې د دفاع وزیر لویډ آسټن به راتلونکې اوونۍ په جرمني کې د شلو نورو هیوادونو د نظامي مشرانو او چارواکو سره غونډه وکړي او د اوکراین په دفاعي اړتیاوو به وغږیږي.

د وزارت ویاند جان کربي وویل چې دې غونډې ته د ۴۰ هیوادونو نظامي مشرانو ته بلنې ورکړل شوې وې او لا هم ځیني هیوادونه د ګډون خبر ورکوي.

ښاغلي کربي وویل چې په غونډې کې د ناټو د غړیو هیوادونو تر څنګ د هغو هیوادونو نظامي مشران هم ګډون لري چې ددې نظامي تړون غړي ندي او ټاکل شوې چې غونډه به را راونه سه شنبه وشي.

XS
SM
MD
LG