د لاس رسي وړ اتصالات

برقي الوتکې به په ۲۰۲۰ کې پروازونه پیلوي


د "زیرو اویا" شرکت د داسې الوتکو د جوړولو ادعا کړې ده چې د هایدروجني او برقي انرژۍ پر مټ به پرواز کوي او د هوا د ککړتیا په له منځه وړلو کې به مرسته کوي.

د دغو الوتکو تولید هم ښايي تر نورو ارزانه وي.

دغه الوتکې به د ۱۰ تر ۲۰ پورې کسان د لنډ واټن لپاره ولیږدولی شي.

د "زیرو اویا" شرکت تر دې دمه د دغې الوتکې ټول امتحاني پروازونه په کامیابۍ تر سره کړي دي او هیله لري چې په ۲۰۲۰ کال کې به یې منظم پروازونه پیل کړي.

په دې وروستیو کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګڼو فعالانو خپل پام د سونګ موادو د کارولو پر ځاې د برقي انرژۍ کارولو ته اړولی چې له ډلې یې دوه شرکتونه د "تسلا" او "شورلېت" کمپنۍ دي.

دغه کمپنۍ له کلونو راهیسې د برقي انرژۍ پر مټ چلیدونکي موټرو په تولید اخته دي خو دا لومړی ځل دی چې یو شرکت د برقي انرژۍ په مرسته چلیدونکي الوتکې تولیدیږي.

هغه الوتکې چې د سونګ مواد کاروي، د هوا د ککړتیا له غټو لاملونو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG