د لاس رسي وړ اتصالات

د زهرې د آرکستر فعاله غړې، سحر وپیژنئ


سحر ملکزۍ د زهره په نوم د هغه ارکستر یوه غړې ده چې تېره میاشت یې په اروپا کې پنځلس کنسټرونه ورکړل، او هېواد ته پر راتګ یې خورا هرکلی وشو.

پنځلس کلنه سحر د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې زېږدلې، چې دا مهال د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، هغه وايي چې پلار یې هڅولې او مرسته یې ورسره کړې چې دلته زده کړې پېل کړي او موسیقي زده کړي.

سحر چې په ارکستر کې سکسیفون غږوي، وايي هغه نجونې چې له موسیقۍ سره مینه لري کولای شي، خپلې کورنۍ راضي کړي، تر څو هغوی مرسته ورسره وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ او هېواد نوم روښانه کړي.

سحر وايي د لومړي ځل لپاره چې یې په کنسرټ کې ګډون کاوه وارخطا وه، خو وروسته عادي شوه او اوس یې کنسرټونه ښه تېریږي، دا وايي چې کله یې دوی په بهر کې کنسرټ ورکاوه، هلته بهر مېشتو افغانانو له خوشحالۍ نه ورته اوښکې تویولې.

د زهرې په نوم د افغان نجونو ارکستر تېره میاشت خپل کنسرټونه په داووس کې پېل او په جرمني کې پای ته ورسول. دې ارکستر د فري میوز په نوم د یوې نړیوالې ادارې جایزه وګټله چې په ډنمارک کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG