د لاس رسي وړ اتصالات

ژوبڼ ته د تګ اصول کوم دي؟


د کابل ژوبڼ
د کابل ژوبڼ

هر ځای ته د تګ ځانګړي اصول وي، ژوبڼ یا باغ وحش هم همداسې خپل ځانګړي اصول لري. ژوبڼ هغه ځای دی چې پکې حیوانات ساتل کیږي او سیلانیان یې د سیل لپاره ورځي. که تاسې غواړئ ژوبڼ ته ورشئ باید دغو ټکو ته مو پام وي او مراعات یې کړئ.

  • مقررات او د ژوبڼ معلوماتي نقشه

معمولا ژوبڼونه د ننوتو مخکې باید ټکټ واخلئ. له هغه وروسته کله چې تاسې ژوبڼ ته ننوځی، هلته د ژوو د کتلو اصول په څو مادو کې روښانه لیکل شوي وي. له هغه سربېره د ژوبڼ ټوله معلوماتي نقشه هم لیدل کېږي چې کولی شئ د ټولو ژوو کره نښه پکې وګورئ.

د ژوبڼ اصول
د ژوبڼ اصول

​ دا نقشه د دې لپاره ده چې ځينې ژوي ځانګړي ځایونو کې ساتل کيږي. لکه کبان چې په اوبو او خزنده ګان چې په شیشه یي قفسونو کې ساتل کېږي.

  • لارښوونکی

که د لیدونکو شمېر په ګروپي ډول وي یا یو لیدونکی د ژوبڼ د ادارې نه غوښتنه وکړي چې دوي یو لارښود ته اړتیا لري نو د ژوبڼ اداره به تاسو ته یو کس در وپيژني چې هغه به تاسو ته د ژوو لیدو او پېژند په برخه کې لارښوونه وکړي. برسېره پر دې د هر ژوي پر قفس د هغه ژوي پر اړه کافي معلومات هم لیکل شوي وي‌.

د کابل ژوبڼ یوه اېږه
د کابل ژوبڼ یوه اېږه

له ژوو سره سم چلند

په ژوبڼ کې ټول ژوي ځانګړي خاصیتونه لري. د دوي په منځ کې داسې ژوي هم شته چې په دوی اوچت غږونه بد اثر کوي. له دې امله تاسې باید خپله آرامتیا وساتئ او که کوم ژوی ویده وي هغه ته چیغې ونه وهئ. برسېره پر دې هر ژوی ځانګړي خواړه خوري او د ژوبڼ اداره مکلفه ده چې دوی ته خواړه برابر کړي. د ژوبڼ اداره په ځینو مواردو کې له تماشاچیانو غواړي چې ژوو ته هیڅ قسمه خوراک ورنکړي او ځینې وختونه داسې هم شوي چې یو لیدونکی یوه ژوي ته خپل خواړه ورکړي او د ژوي د ناروغۍ او آن مړینې لامل ګرځیدلي.

د ژوبڼ پر دیوال ځینې سپارښتنې
د ژوبڼ پر دیوال ځینې سپارښتنې

حوصله کول

کېدای شي تاسو د ځینو ژوو قفسونو ته ولاړ شئ خو ژوي ونه ګورئ. د بېلګې په توګه زمری یو هغه ژوی دی چې شاو خوا ۱۸ ساعته خوب کوي او ډېر وخت ویښ نه وي. که تاسو د زمري د لیدو هیله لرئ او زمری خپلې ځانګړې د خوب خونې کې ویده وي (چې تاسو یې نشی کتلی) نو باید زغم ولرئ ځکه د ژوبڼ مسوولین نشي کولی یو ژوی ستاسو لپاره د خوبه پاڅوي.

د قندهار ژوبڼ
د قندهار ژوبڼ

​ټولنیزو اصولو ته پاملرنه

یو ژوبڼ ته د تګ پر مهال تاسې نه یواځې چې باید د ژوبڼ ځانګړي اصول مراعات کړئ، بلکې ځینې ټولنیز نزاکتونه هم په نظر کې ونیسئ. که خواړه په ژوبڼ کې کاروئ د خوړو پاتې برخې باید ځانګړو باطله دانیو کې واچوئ. یا هم باید د چا کورنۍ یا ماشومانو ته سرخوږی جوړ نکړئ. سربېره پر دې تاسو باید ماشومانو او ښځینه وو ته د ژوو کتلو لپاره لومړيتوب ورکړئ.

  • د منع شویو موادو او وسایلو نه وړل

ژوبڼ ته د مخدره موادو، وسلو او د لوبو وسایلو وړل منع دي. که تاسې سګرټ څکۍ کیدای شي د تنباکو دود په ځینو ژوو بد تاثیر وکړي. یا هم که تاسو د لوبو وسایل ژوبڼ ته ویسئ کیدای شي ژوي یې وخوري. د بېلګې په توګه که د کرکټ توپ باندې لوبه وکړئ او توپ د کوم ژوي ققس ته ولوېږي. دلته دا اندېښنه شته چې ژوی دا توپ وخوري او ناروغ شي.

په افغانستان کې تر ټولو لرغونی ژوبڼ د کابل ژوبڼ دی چې په ۱۳۴۶هـ.ل کال کې پرانیستل شوی دی.

اوس مهال په دې ژوبڼ کې سل ډوله بېلابېل کبان، خزنده ګان او مرغان ساتل کېږي چې په عادي ورځو کې شاوخوا ۲ زره او د رخصتیو په ورځو کې آن تر ۱۵ زرو پورې لیدونکي ترې لیدنه کوي.

د کابل ژوبڼ کې اوښان
د کابل ژوبڼ کې اوښان

د دې ژوبڼ رییس عزیز ثاقب امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې اکثره لیدونکي د ژوبڼ اصول مراعتوي خو ځینې بیا داسې کسان هم شته چې په دې اصولو یا نه پوهېږي یا هم ورته پام نه کوي.

د ښاغلي ثاقب په وینا هغوی د ژوبڼ ټولې سیمې د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې نیولي دي او په اکثرو سیمو کې یې لاسپیکرونه هم لږولي چې خلکو ته د ژوو د لیدو او هغوی سره د رویې اصول واوروي.

ثاقب وايی که څه هم د هغو کسانو شمیر چې د اصولو سرغړونه کوي د ګوتو په شمېر دی خو بیا هم که دغسې یو کس سره مخامخ شي نو هغه/هغې ته لومړی لارښوونه کوي او که بیا هم سرغړونه ترې ولیدل شي نو بیا ورسره قانوني چلند کیږي. ښاغلي ثاقب له ټولو ښاریانو نه غوښتنه کوي چې د هر ژوي سره په مهربانۍ چلند وکړي او هغوي ونه ځوروي ځکه چې ژوي هم د انساناو په شان حقونه لري او باید مراعات شي.

XS
SM
MD
LG