ملګرو ملتونو د اسرایلو د برید وروسته بیړنۍ غونډه رابللې

د اسرائیلو له خوا د حماس د فلسطیني ډلې د یوه قومندان د وژل کېدو نه وروسته د ملگرو ملتونو د امینت شورا بېړنۍ غونډ را وغوښته ده په عین حال کې اسرائیل خبرداری ورکړی چې په غزې کې به خپل بریدونه زیات کړي.

احمد الجباري هغه وخت په غزه کې د اسرائیل د توغندي په برید کې ووژل شو کله چې هغه په خپل موټر کې سفر کاوه. دغه برید د اسراییلو د هغو بریدونو یوه برخه وه چې په غزې کې د اسلامي توندلارې ډلې حماس له خولې ویل کیږي لس کسان پکښې وژل شوي دي.

د اسرایئل دغه برید چې الجباري پکښې ووژل شو د حماس لخوا پر اسرائیل باندې د پرله پسې راکټي بریدونو په ځواب کې ترسره شوې ده.


وروسته له هغه چې په غزه کې د اسرائیلو لخوا د حماس د یوه قوماندان په گډون اوه فلسطینیان ووژل شول، د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د تشدد د بندولو غږ کړی دی.

د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د خلیج د عربي ملکونو د باندنیو چارو له وزیرانو سره له لیدو وروسته لاوروف وویل مونږ په هغه څه چې په سیمه او په فلسطین کې روان دې ډیر اندېښمن یو. مونږ په دې نظر یو چې د توغندیو، هوايي بریدونو او نور ډول تشدد ته دې د پای ټکې کښېودل شي.

لاروف د خیلج د عرب ملکونو له غړو هیوادونو سره د سوریې په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په سوریې کې تشدد غندي او ورسره یې د بشار الاسد په مخالیفیونو غږ وکړ چې د کړکیچ د هواري لپاره دې سره یو موټي شي.