په فاریاب کې په چاودنې کې څلور کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي

فریده رستم خیل - مزارشریف

د فاریاب په ولایت کې په یوې چاودنې کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او شل نور کسان بیا ټپیان شوي دي. چاودنه د سې شنبې په ورځ د سهار د ۱۱ بجو په شاووخوا کې د
خواجه سبز پوش د ولسوالی د بازار دننه د یو رستورانت مخی ته شوې ده.

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې د یو رستورانت د تخت لاندې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور کسه وژل شوي او شل تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو د ۳۰۳ پامیر زون قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی د پیښې په تایید سره وویل چی ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان وو. هغه زیاته کړه چې پولیسو د پیښې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

هغه وویل: ((د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د بازار دننه د یو رستورانت مخې ته یو حلقه ماین د مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوي و چې د چاودنې له امله یې
۴ کسان شهیدان او ۲۰ تنه نوریې ټپیان کړل. د چاودنی په سیمه کې حکومتي یا نظامیان څوک نه وو، ملکی سیمه ده، شهیدان او وژل شوي ټول ملکیان دي [د دغې چاودنې] هدف د خلکو تر منځ ویره اچونه ده.))

دا چاودیدونکې توکې چې تخریبات او مالي خسارات یې هم درلودل په یو دیک بخار کې ځای پر ځای شوې وه.