په کندوز کې د پولیسو د ظرفیت د لوړوالي ۱۸ میاشتنی ورکشاپ پیل شوی

په کندوز کې پولیسو ته د مسلکي ظرفیت د لوړوالي په خاطر د ښوونیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوې چې اتلس میاشتې به دوام وکړي.

مرضیه د کندوز امنيي قوماندانۍ کې د دویم څارن په رتبه دنده ترسره کوي، هغې منظم پولیسي یونیفورم اغوستې او د خپلې رتبې نښانونه يې پر ولو نښلولي دي، هغه وايي چې د پولیسۍ دنده ترسره کوي خو په دې نه پوهیده چې له خلکو سره باید څه ډول چلند وکړي، او خلک څه حقوق لري، خو هغه ښوونیز ورکشاپ کې د قانون په اړه ورته په کې معلومات ورکړل شول اوس په دې وپوهیده چې باید له خلکو سره څه ډول رویه وکړي.

په کندوز کې د ښځینه پولیسو شمیر اوس څلویښت تنو ته رسیدلې دی، خو د امنيي قوماندانۍ مسولین وايي چې دوي باید په کندوز کې د ښځینه پولیسو شمیر زیات کړي.

مرضیه د پولیسو د مسلکي ظرفیت د لوړاوي د سمینار ګډونواله ده هغه وايي چې مخکې يې نه خپل حقوق پیژندل او نه د تورن خو له ورکشاپ وروسته يې په دې یقین راغی چې اوس یوه مسلکي پولیسه ده: ،، پخوا مو خپل حقوق هم نه پیژندل په دې نه پوهیدو چې یو ماشوم څه حقوق لري او یو عام ښاري اوسیدونکی څه حقوق لري.،،

ملکه یوه بله پولیسه ده چې د لومړي ساتنمن دنده لري هغه وايي چې دوي په دغه ښوونيز ورکشاپ کې د خلکو ماشومانو او خپلو حقوقو په اړه معلومات تر لاسه کړل: ،، تورن به مو نیوه خو په دې خبر نه وو چې یو ماشوم باید څو ساعته وساتل شي، خو اوس په دې پوه شوي یو.،،

پیغله فرشته شیوا ددغه ورکشاپ تنظیمونکې ده چې د عدالت د ټولو لپاره موسیسې له خوا ګومارل شوی ده، هغه وايي چې د پولیسو لپاره د حقوقي او مسلکي ظرفیت د لوړولو دغه سمینارونه به اتلس میاشتې دوام وکړي: ،، دغه ورکشاپونه یوویشت دورې لري چې په اتلس میاشتو کې به تطبیق شي، دا د ښوونیز ورکشاپ لومړۍ دوره وه، او د ښځینه پولیسو لپاره مو ځکه دغه ورکشاپ جوړ کړ چې ښځینه پولیسې خپل مسولیتونه وپيژني.،،

قاضي وجیه الدین د دغه ښوونیز ورکشاپ پر مخ وړونکی دی هغه د دې ورکشاپ په هکله داسي وايي: ،، د ورکشاپ درسي موضوعګانې د بشرحقونه، د ښځو حقونه او د ماشوم حقونه وو چې د قانون په رڼا کې ورته تشریح شول او د پولیسو تر منځ بحثونه مو هم درلوده.،،

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې له دغو ورکشاپونو څخه د دوي هدف د ښځینه پولیسو د ظرفیت لوړل دي:،، له دغه سمینار څخه هدف د ښځینه پولیسو د ظرفیت لوړول دي.،،

په کندوز کې پخوا تر دې هم د پولیسو لپاره حقوقي او مسلکي ورکشاپونه جوړ شوي خو د ښځینه پولیسو د ظرفیت د لوړولو لپاره هغوي ته د نورو ورکشاپونو جوړول هم ضروري دي.