د کندهار په ارغستان کې اووه پولیس وژل شوي

په کندهار کې په دوو جلا پیښو کې لس پولیس وژل شوي دي.

عزیزالله پوپل – کندهار

د کندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې په یوې امنیتي پوستې کې مشکوکو طالبانو اووه پولیس وژلي دي.

د کندهار د امنیې د قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدي وايي چې برید کوونکي دوه کسان وو چې پخوا یې په پولیسو کې دنده درلوده او درې ورځې وړاندې د دندې د بیا پیلولو په پلمه دغه پوستې ته ورغلي وو. هغه زیاته کړه چې تر ډزو ورسته، بریدکوونکو د پولیسو موټر او وسلې هم د ځانه سره وړي وي خو ورسته بیا امنیتي ځواکونو عملیات وکړل او موتر او وسلې یې بیرته ونیولي.

غورځنګ افریدي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل: « تیره شپه، اته نیمې بجې د ارغستان د والسوالۍ د توري درې په سیمه کې دوه تنه، چي پخوا يي په پوليسوکې کارکاوه او درې ورځې مخکې بیرته د کار د پیل په نوم راغلي وو، پر پوليسو ډزې کړې او اووه تنه يې وژلي او دوی بیرته تښتېدلي دي، خو موږعملیات پیل کړه وسلې او موټر مو بیرته نیولي او د دوی په تعقيب کې هم یو.»

بریدکوونکي بیا تښتیدلي دي او ویل کیږي چې ممکن د ډیورنډ د پولې اوښتي وي.

په یوه جلا پېښې کې د کندهار د خاکریز په والسوالۍ کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې درې ځايي پوليس وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.