کندهار: د ایساف ٧ سرتیري ټپیان شول

په جنوب کې وروستۍ پېښې

په کندهارکې په یو ځان وژونکې برید کې چې د افغان او نړیوالو سرتیرو پریوې ګزمه وشو د ایساف ۷ عسکر ټپیان شوي دي. په پیښه کې د افغانستان د پوځ څو سرتیري او ملکي وگړي هم ټپیان شوي دي.

دا ځانمرګی برید هغه مهال ترسره شو چې د ایساف او افغان پوځ سرتیري د ایساف ځواکونو د یو چپه شوي پوځي موټر شاو خوا راټول شوي وو.

د پیښې د ټپیانو څرنگوالی:

په پېښه کې د ایساف ۷ عسکر او د افغان ملي پوځ ۵ عسکر ټپیان شوي دي. همداشان د کندهار – سپین بولدک پر لویه لار هغه درې مسافر هم د ټپیانو په ډله کې دي چې په همدې وخت کې له سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو.

د جنوبي زون د دفاع وزارت د ټولو ځواکونو مشر تورنجنرال عبدالحمید د امریکا ږغ اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې هیڅوک ندي وژل شوي.

نوموړی وویل چې بریدکوونکي د ایساف او ملي پوځ د سرتیرو ولاړې ګزمې ته ځان پلی رسولی و.

جنرال عبدالحمید زیاته کړه « دکندهار سپین پولدک پرسړک د خارجیانو کتار تیریدی چي نن سهار لس بجې یوه نقلیه وسیله يې چپه شوې وه، موږ هم د قل اوردو نه څه عسکر د امنیت لپاره ورولیږل، دوی خپله هم په سیمه کې وو، ځانمرگي ورباندي برید کړی، درې ملکي خلګ چي پر سړک تیریدل ټپیان شوي، پنځه زموږ عسکر ټپیان شوي او د ایساف اووه عسکر ټپیان شوي دي. بیا زموږ عسکرو په سیمه کې یو موټر او پکې د ځانمرګي برید واسکټ پیداکړی.»

دا د نړیوالو او افغان عسکرو په گډې گزمې باندې ستر خونړۍ برید دی چې په دې وروستیو کې په کندهار کې رامنځ ته کیږي.

بلخوا پخپله ایساف د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه ندي ويلي. جنرال عبدالحمید وايي چې د ایساف د نظامي موټر تر چپه کېدو وروسته د پېښي سیمه د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې په دغه وخت کې برید کوونکی له موټر پرته سیمي ته داخل شوی، خو که چیري د موټر په وسیله برید شوی وای، ښایي د سر دروند زیان به يې رامنځ ته کړی وای.

دا په داسې حال کې دي چې وسله والوطالبانو د برید مسئولیت منلی او ادعا کوي چې شاو خوا شل تنه نړیوال او افغان عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.