په کابل کې د ښځو د فعالانو لاریون د ښار، په واټونو کې د ښځو او انجونو د تګ را تګ په مهال د نارینه وو د ازار او طعنو د دود ختمول وغوښتل.
د ښځو د شبکې په ملتیا په لسګونو انجونو او ښځینه فعالانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې وړ لاریون ترسره کړ ترڅو د ښځو د ازارولو ناوړه دود پای ته ورسول شي او دا فرهنګ په ټولنه کې رواج کړي چې ښځو ته د سړک په سر طعنې، پېغور او داسې الفاظ چې ښځې یې توهین ګڼي و نه کاروي.
د لاریون برخوالو ویل، چې ښځې د لوچکو افرادو، بې بندوباره کسانو له لورې ځورول کیږي او داسې ازارونه ان ددې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلې انجونې او ښځینه اولادونه ښوونځیو ته و نه لیږي.
د ښځو د حقوقو یوې فعالې زهرا سپهر امریکا غږ ته وویل، د دوی موندنو ښوولې چې یو زیات شمېر لوستې ښځې د کورنیو له خوا ځکه بهر او کار ته نه پرېښودل کیږي چې په سړکونو د بې بندوباره او د هغې په ويناء د لوچکانو له خوا له ازارولو ډاریږي.
مېرمن سپهر وویل، چې په عمومي ځایونو کې ښځې مصؤنه ندي، له دې امله ښځې لږې کوی شي چې په عمومي ځایونه کې تګ را تګ وکړي.
مېرمنې سپهر وویل :
"غواړو وښيو چې ښځې له سړو سره برابرې دي، دوی کوی شي چې په بازارونو او واټونو کې حضور ولري، نارینه دې د یوه هم هیواده په توګه د ښځو دغو حقوقو ته احترام وکړي."
لاریون چې د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د پښتني بانک ترڅنګ ترسره شو، د ښځو د حقوقو فعالانو له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې بې بندوباره افراد دې کله چې انجونو په واټونو کې ځوروي، خبرې ورته کوي نو پداسې مواردو کې دې ونیسي او مجاز دې کړي.
د ښځو فعالانو ویل هغه ښځې او انجونې چې داسې ځوریږي، نه شي کولی قضائي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
دوی د بې بندوبارۍ ختمول، د حکومت پاملرنه او د کورنیو د مشرانو نه اولادونو ته د تربېې ورکول غوښتل.
په لاریون کې د ښځو د حقوقو یوې بلې فعالې صدیقه نوروزیان بیا وویل، نه یوازې هغه انجونې چې چادري یا بشپړ حجاب نه په تن کوي، په واټونو کې ځور ورکول کیږي بلکې هغو ښځو ته هم ازار او اذیت کیږي چې چادري او بشپړ حجاب په تن کوي.
مېرمن نوروزیان وویل :
"متاسفانه ښځې په ګڼو محلونو کې تګ را تګ نه شي کولی، سره له دې چې ځېنې فکر کوي چې دا کار د ښځو د ویناء او کردار پورې تړلی دی، مونږ متوجه شوي یو هغه مېرمنې چې له چادریو سره هم بهر ته وځي، په مزدحمه ځایونو کې مصؤنه ندي."
لاریون کوونکو ویل چې د دوی د لاریون ملاتړ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه هم کوي، دوی وايي د ښځو ټولې مدني ټولنې به را وهڅوي چې داسې لاریونونو ته دوام ورکړي ترڅو د ښځو په وړاندې په واټونو او بازارونو کې ازار او اذیت را کم شي.