امریکا او رومانیا د دفاعي سیستم مرکز پرانستی

Romania US Missile Shield

رومانیا او د امریکا متحده ایالاتو د توغندیو ضد دفاعی سیستم هغه مرکز پرانیست چې د اروپا د دفاع لپاره جوړ شوی دی.

روسیې، په خپلو سرحدونو کې، د دې مرکز له جوړیدو سره مخالفت ښودلی و. د روسيې د چارو کارپوهان وایي، مسکو به په دې اړه هرو مرو عکس العمل وښیي.

له ځمکې نه هوا ته د توغندیو د دفاع دغه سیستم، په یوه پخواني هوایي ډگر کې جوړ شوی دی، چې د رومانیا له پلازمینې بخارست نه یو سلو او اتیا کلومتره واټن لري.

د دې مرکز د کار د افتتاح په مراسمو کې د امریکا د دفاع د وزارت د پالیسۍ مرستیال، جیمز میلر گډون کړی و.

ښاغلي میلر وویل: «د دې مرکز دویم فاز به په کال ٢٠١٥ کې بشپړ شي او له دې کار سره به د اروپا امنیت ښه شي، امریکایي ځواکونه به خوندي شي، د رومانیا امنیت به ښه شي او په مجموع کې به د ناټو ائتلاف قوي شي.»

په همدې غونډه کې د رومانیا جمهور رئیس تاراین باسیسکو هم گډون کړی و.

ښاغلي باسیسکو وویل: «د ناټو په ائتلاف کې د رومانیا گډون به د اروپایانو او امریکایي اتباعو د خونديتوب حل وړاندې کړي. دغه هیوادونه به د بالستیکي توغندیو له خطره وژغورل شي.»

د پلان په اساس، امریکا باید د چک په جمهوریت او پولنډ کې هم نظامي تاسیسات ولري، او په ترکیه کې د دافع هوا د رادار سیستم نصب کړي. د امریکا او ناټو چاوراکې تل ویلي دي چې د دې دافع هوا سیستم هدف د ایران او شمالي کوریا د توغندیو مخنوی دی.

په مقابل کې بیا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ددې پلان سخت مخالفت کوي او د تیرو څو کلونو راهیسې وایي چې په ختیځه اروپا کې د امریکا دغه سیستم د دوی دفاعي قابلیتونه ته ګواښ پیدا کوي.

د روسیې مخالفت

د روسیې جمهور رئیس ولادیمر پوتین وویل: «موږ فکر کوو چې په اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیستم نصبولو ته هیڅ اړتیا نشته. او زموږ نظامي کارپوهان وایي چې دغه سیستم به د روسیې د فدراسیون د اورال تر سیمو پوري ساحه تر پوشش لاندې ونیسي.»

د روسیې ددې اندیښنو د له منځه وړلو دپاره ناټو د توغندیو دفاعي سیستم څو ځلې بدل رابدل کړ. خو روسیه دا ضمانت غواړي چې له دې امریکایي مرکزونو نه به د دوی پر اتومي مرکزونو برید نه کیږي.

روسي څیړونکی پیتر ایلسوف امریکا غږ ته وویل چې اکثریت روسان فکر کوي چې د امریکا د دې توغندیو یوازینی هدف، روسیه ده.

ښاغلی یلسوف وايي: «د روسیې اکثریت خلک، فکر کوم، دې نتیجې ته رسیدلې دي چې دغه سیستم، د ایران او شمالي کوریا پر خلاف نه دی، ځکه چې د روسیې پر سرحدونو جوړ شوی دی. په همدې خاطر ویلی شم چې د روسیې خلک به د ولادیمیر پوتین د عکس العمل ملاتړ وکړي.»

روسیې چارواکو ویلي دي چې دوی به د روسیې په سرحدونو کې د امریکایي تاسیساتو سخت ځواب ورکړي.

پيټر یلسوف وایي مسکو به د نیوکو وروسته په سیاسي او نظامي حرکتونه لاس پوري کړې.

ښاغلی یلسوف وايي: «کیدای شي، د روسیې حکومت په کلیننگراد کې نظامي حضور تقویه کړي، چې دغه ځای اروپا ته نژدې دی. کیدای سي، د جنوبي امریکا په هغو هیوادونو کې فعالیتونه ډیر کړي چې د متحده ایالاتو سره ښې اړیکې نلري. همداسې امکان لري [چې روسیه] په سوریه کې د بشارالاسد د ملاتړ پالیسي نوره هم جدي ونیسي. او په مجموع کې کیدای شي په نړۍ کې د امریکا د مخالفو رژیمونو سره مرسته وکړي.

د پلان په اساس، د امریکا او ناټو د توغندیو د دفاع مشترک سیستم به څلورو پړاونو کې بشپړ شي. لومړۍ مرحله به په کال ٢٠١٥ کې او ورستۍ مرحله به په ٢٠٢٠ کې ختم شي او بیا به په فعالیت پیل وکړي.