د کندوز د کلیو د پراختیا د ریس مړی وموندل شو

Baghlan map

د کندوز د کلیود پراختیا ریس انجینر شفیق الله عالمیار د وسله والو طالبانو له خوا لس ورځې وړاندې تښتول شوی و، چې پرون ماښام يې جسد د بغلان په یوه لرې ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د کندوز د والی معاون حمدالله دانشي وویل چې د انجینر شفیق الله جسد د بغلان ولایت د نهرین او اشکمیش ولسوالیو تر منځ موندل شوی دی.

هغه وویل چې تقریبا لس ورځې مخکې د کلیو د پراختیا ریس پر موټر د مرکزي بغلان په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ډزې شوی وې، چې ورور يې وژل شوی، او دوه ساتوونکي يې ټپیان شوي وو.

دانشي زیاته کړه چې د کندوز د سپین ږیرو او قومي مشرانو یوې ډلې يې د خلاصون لپاره هڅې کولې خو ددغه ریس د خلاصون لپاره رسما د دولت له خوا کوم هیئت نه و ټاکل شوی، هغه زیاتوي وسلوالو طالبانو هغه وخت انجینر شفیق الله وژلی و چې د بغلان ولایت پولیسو يې د خلاصون لپاره عملیات کړي وو.

د کندوز د والي معاون وايي چې طالبانو په دروغو ویل چې که ددوي درې کسه ملګري چې په کندوز، بغلان او کابل کې بندیان دي، خوشې شي او یا هم دوه سوه زره ډالر ورکړي، دوي به د کلیو د پراختیا ریس خوشې کړي.

هغه ویل چې طالبانو ځکه د تبادلې خبره یادوله چې ځانونه له سیمې وباسي او دولتي ادارې او امنیتي مسولین په خپلو دورغجنو خبرو مصروف وساتي.

انجینر شفیق الله عالمیار د بغلان ولایت اوسیدونکی و چې په وروستیو درې میاشتو کې يې په کندوز کې د کلیو او پراختیا د ریس په صفت دنده سرته زسوله.