کرزي او کېري بیا په ټلیفون خبرې کړي

ارشیف

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون ماښام د جمهورریس حامد کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په هکله اوږدې ټليفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې د جمهورریس حامد کرزي او د امریکا د بهرنيو چارود وزير جان کري ددغو خبرو په باب ویل شوي چې په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير ټینګار کړی چې امنیتي تړون باید هرومرو د روان عيسوي کال ترپایه، لاسلیک شي.

دا بیان وايي چې په مقابل کې د افغانستان جمهور رئيس په خپل دریځ په ټينګار سره وویلې چې د امنیتي تړون تر لاسلیک پورې باید د افغانستان د خلکو پر کورونو د خارجي ځواکونو حملې بندې شي، دسولې په پروسه کې امریکا صادقانه همکاري پيل کړي او د شفاف انتخاباتو د ترسره کېدوضمانت وشي.

په دغو خبرو کې جمهوررئيس کرزی د امریکا د بهرنيو چارو وزير ته د هغې پیښې په باب هم معلومات ورکړل چې څلور ورځې مخکې د ننګرهار د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د امریکا يي ځواکونو لخوا پر کورونو پوځي عملیات شوي او په نتیجه کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
جمهور رئيس کرزي د امریکا د بهرنيو چارو وزير تهوویل چې افغانان امنیتي تړون د دې لپاره غواړي چې په هېواد کې يې سوله، امنیت او ثبات ټینګ شي.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د افغانستان جمهور رئيس به د مشورتي لويې جرګې په اختتامیه غونډه کې ټول هغه دلایل بیان کړي چې ده ولې د امنیتي قرارداد د لاسلیک کولو لپاره د افغانستان د خلکو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندېدل، د سولې په پروسه کې د امریکا صادقانه همکاري او شفاف انتخابات د شرايطو په توګه وړاندې کړي دي.