د افغانانو عمده اندیښنې امنیت، اداري فساد او بېکاري ده

ددې موسسې د سږ کال سروې دا هم ښیي چې ډیر شمیر افغانان د ښه بدلون لپاره د راتلونکي کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته هیله من دي.

په دې سروې کې چې د دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې تر سره شوې د څه دپاسه نهه زرو کسانو نظر پوښتل شوی دی.

په افغانستان کې د ایشیا فوندیشن د موسسې مرستیال عبدالله احمد زی وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره راتلونکې ټاکنې د افغانانو لپاره د بدلون هیلې له ځان سره لري.

سره له دې چي د دغه سروی تر نیمایی زیات ځواب ورکونکي په دې باور دي چې راتلونکې ټاکنې به د امنیت او هوسایي سبب شي، خو د ایشیا فوندیشن بنسټ کلنی راپور دا هم ښیې چې په سلو کې۸۱ افغانان د ټاکنو په ورځ له امنیتي ستونزو نه اندیښمن دي.

ددې تر څنګ په دغه سروې کې وګړي د هیواد د اقتصادي وضعیت ، کار موندني ، ټاکنو ، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون او امنیت په باب هم پوښتل شوي دي.

دغه راپور ښیی چي افغانانو په ملي کچه له نا امنۍ او په محلي او سیمه ییزه کچه له بیروزګارۍ ، د اوبو، بریښڼا او د لارو له نه شتون نه د غټو ستونزو په توګه سر ټکولې دی.

ددغو سترو ستونزو تر څنګ د ایشیا فوندیشن راپور دا هم ښيي چې په یو شمیر دولتي بنسټونو باندې د افغانانو اعتماد د تیرو اتو کالو په پرتله راټیټ شوی دی چې په هغو کې په
ملي شورا باندې باور د تیر ځل په پرتله په سلو کې ۱۵ راکښته شوی دی .

۷۴ په سلو کې افغانان د مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره د دولت د هڅو نه خبر دي او ۶۳ په سلو کې ېې په دې باور دي چې دغه هڅي کولای شي په هیواد کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ایشیا پونډیشن سروې


خو او ۵۳ سلنه افغانان بیا د جګړې لپاره د مخالفینو انګیزۍ تائيدوي. خو د هغوي له خوا د بیګناه ملکي وګړو وژنه غندي.

په افغان پولیسو اوملي اردو باندی د باوري افغانانو شمیره ۹۱ په سلو کې شوی ده. خو دوي وايي ملي پولیس به په راتلونکي کې هم بهرنیو مرستو ته اړوي.

د ایشیا فوندیشن د افغانستان د ښځو د ودې او ځواکمنولو د څانګې مشره پلوشه کاکړ وايي، د سږ کال سروې د افغان ښځو او نجونو په اړه د لیدلو وړ بدلون څرګندونه هم کوي .

دغه سروې په افغانستان کي د ایشیا فوندیشن نهمه سروې او تر ټولو اوږد مهاله سروي ده.

ددغه سروې ۱۴ سلنه ځواب ورکونکې ښاریان او ۸۶ سلنه یې کلیوال افغانان دي.

له ۲۰۰۴ راهیسې د ایشیا فوندیشن په سروې ګانو کې له ۵۵۰۰۰ افغانانو سره مرکې شوي دي.