په پکتیکا کې پخوانی ولسوال او ماشومان یې وژل شوي

د پکتیکا په ولایت کې د تشدد په درېیو جلا پېښو کې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي

د پکتیکا د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې وسله والو کسانو يو پخوانی ولسوال عبدالرحمن او د هغه درې ماشومان وژلي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ امريکاغږ ته وويل چې د پکتيکا د چهاربران پخوانی ولسوال عبدالرحمن له خپلې کورنۍ سره د خُسر کور ته تللی و، چې وسله وال کسان د هغه د خسر پر کور بريد کړی دی.

مل پاسوال دولت خان ځدران وویل چې دغه بريد د طالبانو يو تن قوماندان قاري فيض الله صميم او د هغه پلويانو په داسې حال کې ترسره کړی، چې د ولسوال د کورنۍ دغړو له لوري د بريد کوونکو مخ ته قرانکریم نیول شوی و.

قوماندان دولت خان ځدران وايي، چې په دې پېښه کې ولسوال عبدالرحمن او د هغه درې ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان دي، چې دا مهال په روغتون کې دي.

ښاغلي ځدران زياته کړه، پوليس لګيا دي چې دغه وسله واله مخالفه ډله ونيسي.

طالبانو د يوسف خیلو په ولسوالۍ کې د ولسوال عبدالرحمن د وژنې په پېښه کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي. د دې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته وويل، کيدای شي، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ پر بنسټ شوې وي.

عبدالرحمن پوره اته کاله مخکې د پکتیکا د چهابران ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس یې کومه رسمي دنده نه لرله.

د يو بل خبر له مخې پرون ماښام د پکتیکا د وازيخواه ولسوالۍ په ښارګوټي کې پر يوه بايسيکل ځای پر ځای شويو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې په پيښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. ويل کېږي، چې په وژل شويو کې څلور ملکي وګړي او يو پوليس دی او په ټپيانو کې دوه پوليسان او څلور ملکي وګړي شامل دي.

د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي، چې د بمي چاودنې هدف پوليسانو وو، چې د بم ځای ته په نږدې کېدو سره پرې چاودنه وشوه.

ښاغلي ځدران وویل: «يوه طالب په بايسيکل کې بم ځای پر ځای کړی و، چې د دې بم د چاودېدو په نتيجه کې يو سرحدي پوليس شهيد شوی او څلور ملکيان شيهدان شوي دي. دوه پوليس او څلور ملکيان ټپيان دي.»

همدارنګه د دغه ولايت د ګیان ولسوالۍ ته څېرمه د لواړه په سیمه کې پرلویه لاره يو شمېر کسانو، چې غوښتل، بمونه ځای پر ځای کړي، خپل بم پرې چاودلی، لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

امنيتي مسوولين وايي، چې د وژل شويو کسانو مړي د پېښې په ځای کې پاتې شوي وو.
په دې اړه د پکتيکا د امنيې قوماندان دولت خان ځدراڼ داسې وايي: «د لواړه په سيمه کې دښمن غوښتل، چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، هلته يې بمونه ځای پر ځای کړي وو، چې خپل بم پرې چاودلی او شپږ کسان يې وژلي دي.»

خو د ګيان او وازيخواه ولسواليو د بمي چاودنو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو کوم غبرګون ښودلی دی.