کندوز: د انتخاباتو په اړه ښځو ته ورکشاپ جوړ شو

د ښځو کاندیدانو د وړتیا په موخه جوړ شوی ورکشاپ

دشمال ختیځو ولایتونو کندوز، تخار، بغلان، او بدخشان تقریبا اتیا تنه ښځو د ظرفیت لوړولو په هغه ورکشاپ کې ګډون کړی چې د ایشیا فاونډیشن له خوا جوړ شوی و.

ایشیا فاونډیشن له دولتي چارواکو سره د وړتیا او تخنیکي وسایلو د برابرولو په برخو کې مرسته کوي.

په دغه ورکشاپ کې د مدني ټولنو فعالو ښځو، کاندیدو ښځو او د ښځو چارو د ریاست ریسانو هم ګډون درلوده.

د ښځو وکیلانو د وړتیا د چارو تنظیمونکی اختر جان عاطف وايي چې دوي د مدني ټولنو، د ښځو چارو د ریاستونو مسولینو او ولایتي شورا ته کاندید شوو ښځو ته په مختلفو برخو کې روزنیز ورکشاپ درلوده.

ښاغلي عاطف وویل: «مونږ دشمال خیتځ زون ټولې ښځینه کاندیدانې او د مدني ټولنو فعالو ښځو ته د رهبرۍ او د انتخاباتو د پروسې او له انتخاباتو څخه د څارنې په اړه روزنه ورکوي.»

هغه زیاتوي چې دوي له دغه اونیز ورکشاپ څخه ومونده چې د رهبرۍ او د چارو د تنظیم نوی لارې چارې یې په دغه ورکشاپ کې له ګډونوالو سره شریکې کړي دي. هغه وویل «دغه ورکشاپ د ښځو د سیاسي رهبرۍ په خاطر ډیر مهم دی.»

اخترجان عاطف زیاته کړه: «په دغه روزنیز ورکشاپ کې ۲۳ وکیلانې او یا دمدني ټولنو غړی او د ښځو چارو ریسې ګډون لري.»

د بغلان ولایت یوه ښځه کاندیده فریده سخي زاده وايي چې هغې له کاندیدیدو وروسته ځانګړی پلان نه درلود خو کله چې يې په دغه اونیز ورکشاپ کې ګډون وکړ اوس پوهیږي څه ډول کولای شي خپل کارونه تنظیم کړي. هغې وویل: «دا سمینار زما لپاره مهم و ځکه ما له کاندیدو وروسته هیڅ پلان نه درلوده خو اوس چې دغه ورکشاپ کې ګډون کوم دخپلو کارونو لپاره ښه پلان جوړولی شم.»

جمیله کریمي د کندوز ولایت یوه برحاله وکیله ده او راتلونکو انتخاباتو کې هم کاندیده ده هغه وايي چې دغه موسیسه به له دوي سره د ددوي د پوسټرو په چاپ، او ټلویزوني اعلانونو په جوړولو کې مرسته کوي.

میرمن کریمي وویل: «په دغه ورکشاپ کې مونږ زده کړل چې څرنګه کولی شو د خلکو اعتماد خپل کړو او رایه واخلو، د پوسټرو په چاپ او د ټلویزیوني اعلانونو په چاپ کې به راسره مرسته وکړي.»

جمیله کریمي وویل نارینه کاندیدان، که تجارت او یا کاروبار لري د خپل کمپاین لپاره مصرف کولی شي خو هغه ښځې چې دندې نه لري او یا هم کاروبار نه لري له دوی سره باید مرسته وشي او د کمپاین یو څه لګښتونه يې باید د نړیوالو موسیسو له خوا ورکړل شي.