د بلخ اوسیدونکي وایي ښځینه ښوونکې نلري

د بلخ ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې نجونې د ښونځي له بشپړولو وړاندې د هغوی د کورنیو له خوا له مکتب څخه ویستل کیږي او په دې ډول له درس او تعلیم څخه پاتي کیږي.

غلام حضرت د چاربولک اوسیدونکی دی هغه همدا بهانه کوي، چې په ښوونځي کې يې ښځینه ښوونکې نشته نو ځکه يې خپلې لوڼې له ښوونځي منع کړي دي.
"زمونږ په ښونځی کې ښځینه استادانې نشته مونږ مسلکی استادان غواړو او همدا راز په مکتبونو کې ښځینه معلمانې غواړو".

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د جرقلا د کلي یو اوسیدونکی جاوید چې محصل دی په خپل کلي کې د نجونو د زده کړو په اړه داسې وايي: "د بلخ پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد محمد عارف رضایي وايي، چې په ټولنه حاکم ناوړه دودونه په سیمه کې د نجونو د زده کړو مخه نیسي. "
" د ښځو د زده کړې په اړه شریعت کې هیڅ ممانعت نشته، بلکه ټینګار پرې شوی او هغه کسان چې نجونې له زده کړو څخه منع کوي د ښځو د حقونو په قانون کې ورته جزا ټاکل شوې".

په شمال زون کې د بشر د حقونو رییس بیا وايي، چې په لرې پرتو سیمو کې عامه پوهاوی له لارې کولی شو، چې خلکو ته ذهنیت ورکړو، تر څو خپل ماشومانې نجونې ښونځیو ته واستوي.

دمعارف وزارت د ځینو مرستندویه موسیسو په مټ په یو شمیر ولایتونو کې چې د نجونو زده کړو ته په کې پاملرنه نه کیږي، له هغو نجونو سره چې په ښوونځیو کې به يې زده کړې کولې د غذايي موادو مرسته کوله، چې د کلي نورې نجونې او کورنۍ و هڅیږي او خپلې لوڼې ښوونځي ته ولیږي.

همدارنګه د هیواد په ناامنه ولایتونو کې د معارف وزارت له خوا د نیمه لوړو زده کړو ښځینه زده کوونکو سره په دوه کاله کې د دوه اویا زره افغانیو مرسته کیده. له دغو نغدي مرستو هدف دا و چې کورنۍ خپلو لوڼو ته د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو کولو اجازه ورکړي.