عبدالله :د امنیتي تړون نه لاسلیک د افغانستان ګټې ګواښوي

د جمهوري ریاست یو کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله

د جمهوري ریاست یو کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله، له جمهور رئيس حامد کرزي غوښتي چې له امریکا سره د امنیتي تړون برخلیک دې معلوم کړي چې لاسلیک کوي یې او که نه.

ډاکټر عبدالله عبدالله او پلویان یې چې وار له مخې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو سره موافق وو، له جمهور رئیس کرزي سره په وروستۍ لیدنه کې چې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره یې په ارګ کې لرلې، ورته ویلي چې د تړون برخلیک دې نا معلوم نه پرېږدي.

عبدالله عبدالله خبریالانو ته وویل، جمهور رئيس دې دا په ډاګه کړي چې دا تړون لاسلیک کوي او که نه، که یې نه لاسلیک کوي نو په څرګنده دې ووايي چې راتلوونکي حکومت ته یې پریږدي چې له ټاکنو وروسته راځي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل :

‪"‬نن کار دې ته رسېدلی چې د تړون برخلیک دې معلوم شي، ددې تړون نه لاسلیک کولو هم په خپله ملي ګټې له خطر سره مخ کړي دي، داسې وضعیت یې په افغانستان کې رامنځته کړی دی چې خلک د امنیت په تړاوو اندېښنې لري او د اینده په اړه.‪"‬

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل که نړیوالې مرستې او همکارۍ بندې شي نو بدیل یې القاعده ده.

د باګرام زندانیان

له هغه وروسته چې د باګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړلو کمېټې چې مشري یې عبدالشکور دادرس کوي، له دغه زندان نه د زندانیانو د وتلو پرېکړه کړې وه او امریکايي سناتور لینزي ګراهم پکې اته تیا زندانیان داسې ګڼلي وو چې امریکايي عساکر یې وژلي او که خوشي شي نو له افغانستان سره به د امریکا په اړیکو منفي تاثیر وکړي، د ډاکټر عبدالله عبدالله چې د حکومت عمده مخالف سیاسي سیال دی لومړی غبرګون دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل د حکومت مخالفه سیاسي ټلواله چې دی یې مشري کوي، د باګرام د زندانیانو د دوسیو د څېړنې کمېټې ایجاد چې جمهور رئيس کړی دی، نا سنجول شوی سیاسي اقدام دی.

هغه وویل امریکايي سناتور خپل دریځ وړاندې کړی ولې ددغو زندانیانو د خوشې کولو مسئله په افغانانو پورې تړلې ده او هره پریکړه چې ددې زندانیانو په تړاوو کیږي نو باید د افغانستان عدليي او قضائي ارګانونه دې وکړي نه یوه کمیټه.

قاضي القضات

که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله څو وارې وړاندې په عمومي غونډو کې د قاضي القضات عبدالسلام عظیمي د دورې د پای ته رسېدو یادونه کړې وه ولې له جمهور رئيس سره په کتنه کې یې د هغه په ځای د سترې محکمې د بل قاضي د ګمارلو غوښتنه کړې ده.

ډاکټر عبدالله وویل چې جمهور رئیس کرزي ورته ویلي چې قاضي القضات عبدالسلام عظیمي ورته استعفی ورکړې ده او د جمهوري ریاست له کاندیدانو یې ابتدائي سلاووې هم غوښتي دي