د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي، د کابل په وزیر اکبر خان مینه کې په یوه رسټورانټ د تېرې شپې برېد دا وښوده چې د امنیتي تړون په لاسلیک کې ځنډ د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړې او وسله وال مخالفین سولې ته چمتو نه دي.
ښاغلي داودزي نن د شنبې په ورځ د افغانستان د ټولو ولایتونو امنیه قومندانانو یوې غوندې ته په ویناء کې وویل چې د وزیر اکبر خان په مینه کې د لبناني رسټورانټ د تیرې شپې پېښې وښوده چې که امنیتي تړون لاسلیک کړي او کنه، د ده په ویناء دښمن یې په کراره نه پرېږدي.
ښاغلي داودزي وویل :"که څوک پدې فکر کې وي، چې د امنیتي تړون لاسلیک کول وځنډیږي، ښايي دا خلک د خبرو میز ته حاضر شي، ددې شپې حملې دا په ثبوت ورسوله چې داسې نده، نه د خبرو میز ته راځي او نه هم مونږ بخښي، زه دا نه وایم چې ژر دې لاسلیک شي، په هغې کې یوه خبره لرم "
داودزي څرګنده نه کړه چې څوک د امنیتي تړون د ځنډولو له لارې وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته بولي.
امنیتي تړون
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي له امریکا وغوښتل چې هر څومره ژر دې یو لوړ پوړی پلاوی کابل تهرا ولیږي ترڅو په امنیتي تړون په لوړه کچه خبرې وشي.
ښاغلي داودزي وویل: "له امریکا مې هیله دا ده چې هر څه ژرچې وي لوړ پوړی پلاوی دې را ولېږي، چې د میز په سر کښینو، مذاکره وکړو، او ژر یوې نتجې ته ورسیږو، او له دې سر ګردانه حالت خلاص شو."
دا د افغانستان د حکومت لوړ پوړی چارواکی دی چې امریکا د امنیتي تړون په سر لوړې مذاکرې ته بولي، ښاغلي دادوزي وویل چې په امنیتي تړون د امریکا او افغانستان ترمنځ هیڅ مناسبې او په لوړې کچې خبرې ندي شوي.
هغه وویل : "دا ایجابوي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په مناسبه او لوړه کچه مذاکره وشي، له لرې خبرې نه اواريږي، چې د رسنیو له لارې یو بل ته پيغام ورسو، چې هله په یوه اوونۍ کې لاسلیک کړه په دوو اوونیو کې لاسلیک کړه، دا مهمه مسئله ده، دا د افغانستان د خلکو په سرنوشت پورې تړلې ده، دا په سیمه کې د امریکا ګټو پورې تړلې ده، د افغانستان اړېکې له سیمې سره تړاوو لري، ایجابوي چې په لوړه کچه خبرې شوې وای، که تر اوسه هم ندي شوي زیات فرصت مو له لاسه ندی ورکړی."
ښاغلي داودزي چې د څلور دېرشو ولایتونو قومندانانو غونډې ته چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په سر د سلامشورو لپاره کابل ته را غوښتل شوي، خبرې کولې په دغه غونډه کې له حاضرو بهرنيانو وغوښتل چې هغوي دې دا پيغام خپلو مشرانو ته ورسوي.
ښاغلي داودزي وویل :"دلته پدې غونډه کې زمونږ بهرني ملګري حضور لري، له دوی غواړو چې د خپلو چینلونو له لارې خبر ورکړي چې کابل د ژر خبرو غوښتونکی دی."
د کورنیو چارو وزیر وویل د امنیتي تړون وروستۍ پرېکړه د افغان دولت په لاس کې ده ، مشورتي لویه جرګې اجرائیوي واک نه درلود او افغان حکومت ته یې په هکله سلا ورکړې ده.
د وزیر اکبر خان پېښه
ښاغلي داودزي د وزیر اکبر خان د تېرې شپې د برید په تړاوو د لسمې امنیتي حوزې امر، د ټولي قومندان او ددغې حوزې جنائي امر دندې وځنډولې او هغوی یې د پوښتنو ګرویږنو لپاره مربوطه ادارو ته ور وپیژندل .
کورنیو چارو وزیر وویل چې د ملي امنیت رئیس هم ټاکل شوې ده چې په خپله اداره کې ورته اقدام وکړي.