د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوې پوځي اډې یوه ډله ځانمرګو برید کړی د کندهار د ولایت د رسنیو د دفتر د وینا له مخې د ایساف یو عسکر په کې وژل شوي دی.
د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان معصوم خان وايي چي يوه ډله وسله وال ځانمرګو برید کونکو لمړۍ د ګډي پوځي قرار ګاه مخ ته د صرف موټر په وسیله قوي چاودنه وکړه او ترهغه وروسته پوځي اډې ته ننوتل.
ښاغلی معصوم خان زیاتوي چي د برید کونکو یوه یې ترې د پوځي اډې مخ ته ځان الوزولی دی.
خو د کندهار ولایت د رسنیو مرکز له خوا په یو خپورشوي بیان کې ویل شوي چې بریدکوونکي ۹ تنه وو چې د ايساف ځواکونو عسکرو په څیر ینفورم یې په تن وو.
دا بیان وایي چې په برید کې د ايساف د ځواکونو يو عسکر وژل شوی او په دغه پیښه کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته د سر زيان نه دى اوښتې.
د ولسوالۍ امنیه قومندان وايي چي برید کونکې د لنډ وخت لپاره له امنیتي سرتیرو سره په نښته کې هم وو خو نښته د ورځې په نیمايي کې پای ته رسیدلې ده.
معصوم خان زیاته وي چي د پوخي قرار ګان چار چاپیر نړیوال ځواکونه په پلټنو بوخت دي .
د ایساف ځواکونو هم یوازي د پېښي پخلی کړی او نور جزیات يې ندي په ډاګه کړي.
ها خوا وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی او نړیوالو ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې .
د ژړۍ ولسوال جمال آغا وايي چي د نظامي قواوو یاده پوځي اډه د ولسوالۍ له تعمېر سره تر څنګ پرته ده.