په لغمان کې د وسله والو په ډزو کې پنځه لوبغاړي وژل شوي

د لغمان ولایت

په لغمان کې چارواکي وايي چې د وسله والو په یو برید کې د ولیبال پنځه لوبغاړي وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه لوبغاړي، چې ټول زده کوونکي وو، نن د الینګار د ولسوالۍ د سخرې په سیمې کې وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې برید هغه مهال شوی دی چې د ولیبال دوې ځايي لوبډلې د یو بل سره په لوبې بوخت وو. هغه زیاتوي چې د لوبې لیدلو ته خلګ هم راټول شوي وو.

ښاغلی ځواک د پیښې په اړه وايي: «د النګار ولایت په سخرې کلي کې یو شمیر ځوانان چې د ولیبال لوبه یې کوله، مخالفو وسله والو ورباندې ډزې کړیدي. چې له [دغو ځوانانو] له جملې نه پنځه تنه یې په شهادت رسیدلي دي، چې زیاتره یې زده کوونکي دي.»

«والي ډاکټر فضل الله مجددي د مخالفو وسله والو دغه غیراسلامي او غیرانساني عمل په کلکه غندي او د دغو شهیدانو د کورنیو سره په دغه ستر غم کې ځان شریک ګني.»

په لغمان کې د المپيک د کمیټې مسؤل بادام ګل بیا وايي چې لوبډلې د کرکټ وي او د ولیبال لوبډلې نه وي. د لغمان ولایت د المپیک د کمیټې مسؤل دا خبره هم کوي چې دغسې پيښې د لغمان په ولایت کې د سپورت په چارو باندې بدې اغیزې کوي.

که څه هم د دولتي چارواکي د دغې پیښې پړه د دولت په مخالفو چارواکو اچوي خو تراوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو ډلو د دغې پيښې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی دی.