ننګرهار کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې۲ پوليس وژل شوي

Qirg'ziston Tashqi ishlar vaziri Erlan Abdildayev AQSh Davlat kotibining siyosiy masalalar bo'yicha muovini Vendi Sherman bilan, Davlat departamenti, Vashington, 9-aprel, 2015

په ننګرهار کې نن دوه ځانمرګي بريدونه وشول چې دوه پوليس په کې وژل شوي او درې نور زخميان شوي دي.

د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال اشنا راډيو ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال آباد ښار شمالي څنډه کې د بهسودو پله ته څېرمه د ولسي جرګې د غړي فريدون مومند کور ته نږدې ځانمرګى بريد شوى چې چاته په کې زيان نه دى رسېدلى.

مشرقيوال وايي چې دغه ځانمرګي برديګر غوښتل د فريدون خان مهمند مېلمستون ته ننوځي او برید ترسره کړي خو د هغه د ساتونکو له لوري تر پېژندلو وروسته په ډزو وژل شوى دى.

د پوليس وياند زياته کړه چې د پېښې هدف په خپله فريدون خان وو. دى وايي چې د ځانمرګي بريدکوونکي پورې تړل شوو توکو هم همدغه مهال چاودنه کړې چې چاته په کې زيان نه دى رسېدلى.

په خپله فريدون خان وويل چې د پېښې پرمهال دى په کور کې نه و. ددې پېښې مسوليت لا تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

له بله پلوه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار په پچير او اګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر يو مرکز د موټر بم چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي او درې نور زخميان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي خپل له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د پوليسو د مرکز مخې ته وچاوه.

دى وايي چاودنې ياد مرکز ته مالي زيان هم رسولې دي. ددې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دى.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي په دې پېښه کې يې له يو هينو موټر څخه ګټه پورته کړې او په لس ګونه عسکر يې وژلي خو افغان چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعا ردوي.