د شمال خیتځو ولایتونو چارواکو د انتخاباتو پر امنیت خبرې وکړي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان زلمی ویسا، د کندوز، تخار او بدخشان والیانو او امنیتي مسولنیو د غونډې په مهال.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان زلمی ویسا، د کندوز، تخار او بدخشان د والیانو او امنیتي مسولنیو تر منځ د انتخاباتو پر وخت د امنیت د ټینګښت په خاطر غونډه وشوه.

له غونډې وروسته چارواکو مطبوعاتو ته وویل چې د افغانستان راتلونکي انتخابات د نړیوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره تر تیرو انتخاباتو زیات اهمیت لري.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان زلمي ویسا وویل : «هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې ددوي امینتي ځواکونه به د ټاکنو لپاره ښه زمینه برابر کړي، او ددې غونډې هدف هم دادې چې امنیتي تهدیدونه کم کړو.»

د کندوز والي غلام سخي بغلاني ویل چې دوي په ناامنه سیمو کې د پوستو پر جوړولو پیل کړی: «د انتخاباتو ۲۲ مرکزونه تر تهدید لاندې دي، د نویو پوستو پر جوړولو سره به د خلکو هغه تشویش لیرې شي چې ګوندې مخالفین به خلک په انتخاباتو کې د ګډون پر وخت وځوروي.»

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب وویل چې دوي په راتلونکو انتخاباتو کې له دوه ستونزو سره مخ دي چې: «یو د بدخشان جغرافیوي ستونزه ده چې په دغو ورځو کې په ولسوالیو کې لارې په واورو پوښلي وي چې د انتخاباتو مرکزونو ته دخلکو تګ له ستونزو سره مخ کوي.

«د انتخاباتو له درې سوه پنځلس مرکزونو څخه ۲۶ مرکزونه د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، چې لس مرکزونه په جرم ولسوالۍ کې دي او اوه مرکزونه په تګاب ولسوالۍ کې دي، نن دوي په همدې خبرې کوي چې څه ډول خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابرولې شي.»

د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي بیا د نورو ټولو والیانو د خبرو پر خلاف وویل چې په تخار کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته او په تخار کې به په سوله ییزه فضا کې انتخابات ترسره شي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: «تخار کې امنیت دی، او دا دخلکو مرسته ده، استخباراتي او ټول امنیتي ځواکونه په شریکه سره پر مخ وړي او په تخار کې ښه امنیتي وضعیت حاکم دی، چې د جمهوري ریاست انتخابات به د امن په فضا کې ترسره شي.»

د شمال ختیځ زون مسولین په داسې حال کې د انتخاباتو لپاره امنیت د ټینګښت پلان نیسي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګې مخکې له دې چې ځان پر چاودیدونکو توکو سنبال کړي پولیسو نیولې دی.

دغه ځانمرګي په یو ویډیو کلیپ کې د پولیسو له خوا مطبوعاتو ته ورکړل شوې اقرار کړې چې د ارچي پر ولسوال یا امنیه قوماندان يې د برید تابیا نیوله.

د کندوز د امنیې قوماندان غلام مصطفی محسني وویل چې دغه انتحاري برید کوونکی په کندوز کې په یوه پټ ځای کې روزل شوی دی، هغه زیاته کړه چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د مخالفینو راتګ پیل شوی اوغواړي چې د انتخاباتو پر وخت ناامني جوړه کړي خو دوي بشپړ امنیتي ترتیبات نیولي دي. او د کندوز د ښار په مختلفو ځایونو کې پولیس تالاشي کوي.