محمد قسیم فهیم د مولوی عبدالمتین زوی په ۱۹۵۷ میلادي کال کې د پنجشیر ولایت په عمرض سیمه کې نړۍ سترګې پرانیستې وې.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل پلرني کلي کې وکړي او وروسته بیا د کابل له اسلامي دارالعلوم څخه فارغ شو.
دی لا ځلمی و چې په افغانستان کې سیاسي او پوځي ستونزې راولاړې شوې، نوموړی پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په یرغ ضد پاڅون کې د برهاندین رباني په مشرۍ د جمیعت اسلامي ګوند غړی شو او تر خپل مرګه پورې د دغه ګوند غړی و، خو خپل پوځي او جګړ اييز ژوند یې تر ډېره د شمالي ټلوالې د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود تر څنګ او قوماندې لاندې تېر کړ.
ښاغلي فهیم ته ،د ښاغلي مسعود له وژل کېدو سملاسي وروسته، د طالبانو د پخواني تحریک پر ضد د شمالي ټلوالې د وسله وال مقاومت مشري ده ته ورپه غاړې شوه او د امریکا له لوري د طالبانو د پخواني حکومت تر نسکورولو پورې د دغه وسله وال مقاومت مشر و.
دی د طالب نظام په نسکورولو کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو کلک ملګری و او په دغه برخه کې د ده همکاري او اړیکي د پام وړ بلل کیږي.
نوموړی له طالبانو وروسته د شاوخوا دوو کلونو لپاره د افغانستان د انتقالي دورې د دفاع وزیر هم و چې وروسته بیا د ولسمشر کرزي له لوري د مارشالۍ په سترې رتبې هم وویاړل شو.
خو شاوخوا پنځه کاله وروسته له افغان حکومته لېرې پاتې شو، ده له حکومته د خپل جلاوالي په موده کې پر افغان حکومت کلکو او پرله پسې نیوکو ته زور ورکړ چې ګنې په لوی لاس يې مجاهدین له واکه لېري ساتلي دي، په داسې حال کې چې د ولسمشر کرزي د دوو مرستیالانو په ګډون، د کابیني له نیمايي زیات وزیران يې په مجاهدینو پوري تړاو درلود.
ښايي د ده د سختو نیوکو پایله وه، چې ولسمشر کرزي دی د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې خپل لومړی مرستیال و ټاکه، چې د خپل ژوند تر وروستۍ پورې پر دغې څوکۍ پاتې شو.
د مجاهدینو دوره او کورنۍ جګړې:
که څه هم ځینو غربي رسنیو ښاغلی فهیم د افغانستان د پخواني کمونست رژیم د څارګرې ښاد ادارې یو کارکوونکی باله، خو د افغانستان باختر اژانس لیکلي چې ښاغلی فهیم د کمونست رژیم پر ضد جنګیدلی دی، او د یوه کال لپاره یې د پاکستان په پېښور ښار کې د کډوالۍ او مهاجرت ژوند هم کړی دی .
مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۹۹۲ کال کې د کمونست رژیم له نسکورېدو وروسته د صبغت الله مجددي او برهاندین رباني د حکومتونو پر مهال د افغانستان د استخباراتو د اداري مشري په غاړه لرله.
ښاغلی فهیم د کابل په کورنیو جګړو کې هم ښکیل بلل کیږي چې په ترڅ کې یې د کابل ښار ډېرې برخې ورانې او لسګونه زره کسان ووژل شول، دی هغه مهال د جمیعت اسلامي د ګوند فعال غړی و او د احمد شاه مسعود تر قوماندې لاندې د نورو جهادي ډلو ټپلو پر ضد جنګېده.
د مارشال فهیم د وژلو هڅې:
مارشال فهیم له یو شمېر چاودونو او بریدونو هم روغ وتلی چې ظاهرآ د ده د وژلو هڅې په کې شوې وې. پر دې لومړنی برید په ۲۰۰۲ کال کې په ختیځ ښار جلال اباد کې وشو، دی دغه ښار ته تللی و چې له حکومتي چارواکو سره د کوکنار د کر کیلي پر مخنیوي خبرې وکړي، چاودیدونکي توکي د ده د ګاډو پر کاروان شوی و.
د جلال اباد ښار له محکمې نیولې د ولایت تر ودانۍ پورې پر سړکونو ښاریان ولاړو، په دوی کې یې ډېر د ښوونځي زده کوونکي و، په چاودنه کې ښاغلی فهیم ژوبل نشو، خو ډېری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي.
پر ښاغلي فهیم دویم وسله وال برید په ۲۰۰۹ کال د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال په کندز ولایت کې وشو، دی کندز ولایت ته د انتخاباتي کمپاین لپاره تللی و چې کاروان يې په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شو، خو ده ته په کې کوم زیان ونه رسید.
د ښاغلي فهیم شخصي ژوند:
له مارشال محمد قسیم فهیم څخه دوه ښځې او ۱۲ اولادونه پاتې شول . صالح محمد ریگستاني چې د ښاغلي فهیم له نژدیو کسانو او ملګرو بلل کیږي، امریکا غږ ته وویل، د ښاغلی فهیم مشر زوی ادیب فهیم دا مهال د افغانستان په امنیت شورا کې دنده لري او نور زامن یې زده کوونکي دي.
له ښاغلي فهیم څخه په کابل او پنچشیر ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکې او یو شمېر ودانۍ هم پاتې شوې.
مارشال فهیم له تېرو څو کلونو راهیسي د شکرې له ناروغۍ رنځېده، څو کاله وړاندې چې دی په جرمني کې تر درملني لاندې و، د ګوتو په شمير ځینو افغان رسنیو د ده د مرګ خبر هم خپور کړ، چې ناسم وخوت.
مارشال محمد قسیم فهیم د روان ۲۰۱۴ کال د مارچ په نهمه نېټه د یکشنبې په سهار په کابل ښار کې په خپل کور دننه د زړه د درېدو له کبله د ۵۷ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.