قانوني د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو

محمد یونس قانوني

د جمهورریس کرزي په مشرۍ په یوه غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، محمد یونس قانوني د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توکه ونومول شو.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۸ مادې له مخې که چیرې قانوني د ولسي جرګې نه د تاييد رايې په اخيستلو کې بریالی شي نو بیا به په رسمي ډول د افغانستان د لومړی مرستيال په توګه په کار پیل وکړي.

قانوني د جمعیت اسلامي ګوند له خوا په یوه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د مارشال محمد قسیم فهیم په کور کې جوړه شوې وه د مارشال فهیم د ځای ناستي په توکه غوره شوی وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څوکۍ د حوت په ۱۸ د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې وروسته تشه شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوې مطبوعاتي بیان له مخې په ارګ کې دسه شنبې په ورځ له غرمې مخکې په جوړه شوې غونډه کې له یو لړ بحثونو اوسلا مشورو وروسته د غونډې د برخوالو د رایو په اکثریت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته د محمد یونس قانوني له نومولو څخه ملاتړ وشو او هغه یې تائید کړ.

د ارګ نه خپورشوی دا بیان وایي چې په دې غونډه کې استاد عبدالرب رسول سیاف، پیر سید احمد ګیلاني، شیخ محمد آصف محسني، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد کریم خلیلي، قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو عبدالروف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار، پوهاند ګلرحمن قاضي، پوهاند استاد نعمت الله شهراني، عبدالهادي ارغندیوال، صلاح الدین رباني، قیام الدین کشاف، محمد اسماعیل خان، حاجي دین محمد، وحیدالله سباوون، سید منصورنادري، استاد محمد اکبري، خلیفه قزل ایاق، ضراراحمدعثماني، بسم الله محمدي، مولوي جوره، ډاکتر مشاهد، حسین فهیم او ادیب فهیم رابلل شوي وو چې د هغوې اکثرو ددغو بلل شوو کسانو په دغه غونډه کې برخه درلوده.

په ارګ کې چارواکو خبریالانو ته ویلي چې ډیر ژر به قانوني د باور د رایې د اخستلو لپاره ولسي جرګې ته ورشي.

قانوني د ولسي جرګې په دې دوره کې د کابل د ولایت نه د خلکواستازیتوب کوي خو د ولسي جرګې په تیره دوره کې یي ددغې جرګې د ریس په توګه هم وظیفه سرته رسولې ده.