د ولایتي شوراګانو د ١١٦ نوماندو نومونه له لسته وایستل شول

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د لست څخه د ١١٦ کسانو نومونه ایستلي دي.

دغه خبره نن په کابل کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته په یوه خبرې کنفرانس کې وکړه.

ښاغلي محسني وویل چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د اسنادو، عمرونو او د دوی په اړه د شکایتو د ارزیابي نه وروسته دغه اقدام شوی دی. هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو نومونه د دې لپاره د لست نه وایستل شول چې یا یې په تعلیمي اسنادو کې مشکل و او یا یې هم عمرونه د ٢٥ کلونو نه کم وو.

د انتخاباتو د قانون په اساس، د ولایتي شورا لپاره د یو کاندید عمر باید تر ٢٥ کلنو کم نه وي او د ١٢ ټولګي څخه فارغ وي.

تیره اوونۍ هم د یو شمیر کسانو نومونه د ولایتي شوراګانو د لست نه ایستل شوي وو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې که چیري د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه شکایات، او ورسره قوي شواهد، وړاندې شي نو امکان یې شته چې د نورو کاندیدانو نومونه هم د لست نه وباسي.

بل پلو ته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دې احتمال شته چې د انتخاباتو په ورځ به د رایې ورکولو یو شمیر مرکزونه تړلي پاته شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د رایې ورکولو د دغو مرکزونو د نه پرانستلو علت امنیتي ستونزې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر، محمد یوسف نورستاني وویل چې په ځینې سیمو کې امنیتي مشکلات ډیر دي او د دې امکانات ډیر دي چې په دغو سیمو کې دې د رایې اچونې مرکزونه تړلي پاته شي.

تر دې مخکې، امنیتي چارواکو ویلي وو چې د 396 مرکزونو امنیت نه شي ساتلی.