د بلخ زده کوونکې شهره قادري د پوهنتون د کانکور اول نمره شوه

د پوهنتونونو د کانکور د ازموینې د نتیجو اعلان

د کانکور آزموینې اول نمره د بلخ ولایت د تجربوي لیسې زده کوونکې شهره قادري وایي په بریالیتوب کې یې کورني او تحصلي چاپیریال ستر رول لوبولای دی.

د لوړو زده کړو وزیر داکتر عبیدالله عبید د کانکور د نتیجو د اعلان په مراسمو کې وویل چې د سږکال د کانکور آزموینې تر ټولو لوړې نمرې د بلخ ولایت یوې زده کوونکې ترلاسه کړي دي.

د کانکور آزموینې او نمره شهره قادري د خپل بریالیتوب او دا چې څنگه یې وکړای شول دې هدف ته ورسیږي، د امریکا غږ ته وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوړو زده کړو د کانکور آزموینې اول نمره شهره قادري


د کانکور د اول نمره زده کوونکې نوم نه دی لیکل شوی خو په یو شمیر منابعو کې یې نوم « شهره» ذکر شوی دی.

ښاغلي عبید وویل چې د بلخ دغې زده کوونکې څه دپاسه درې سوه دوه پنځوس نمرې گټلي او د کابل د طب پوهنتون په معالجوي پوهنځي کې شامله شوې ده.

د لوړو زده کړو وزیر د سه شنبې په ورځ د ١٣٩٢- ١٣٩٣کال د کانکور آزموینې نتیجې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې په داسې حال کې اعلان کړې چې په دې کنفرانس کې ددې وزارت لوړپوړو چارواکو، د آزموینې د کمیټې رئیس، د پوهنتونونو استادانو او رئیسانو، د ملي شورا وکیلانو او د کانکور د ۴١ حوزو د ازموینې هیتونو گډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزیر پوهاند داکتر عبیدالله عبید وویل چې د سږکال د کانکور آزموینې ته دوه سوه یوشپیته زره یو سلو نهه کسانو نوم لیکلی و چې د هغې جملې څخه ٢٢٨ زره ٩٠٨ تنه په آزموینه شامل شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د سږکال په آزموینه کې ٥٥ زره تنه لوړو زده کړو ته او ٥٥ زره نیمه لوړو زده کړو ته لاره وموندله.

د هغه په وینا ددې زده کوونکو څخه ۴٦٧ تنه یې د هغوی د نمرو په پام کې نیولو سره په وړیا توگه خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شول.

د لوړو زده کړو یو ټولگی


همداشان ښاغلی عبید وایي له دې جملې څخه ٢٩ زره ۴٢۴ تنو نورو په تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لاره مومي.

د لوړو زده کړو وزیر دا هم وویل چې د سږکال په آزموینه کې د ناکامو کسانو شمیر شاو خوا ٩١ زره کسانو ته رسیږي.

هغه د کانکور آزموینې د حمایوي کمیسیون جوړیدل، د کانکور آزموینو د ریاست په تشکیل کې زیاتوالی، د امنیتي تدابیرو نیولو او د کانکور آزموینو د ریاست تجهیز د هغو اقداماتو په ډله کې دي چې د کاکور آزموینې په شفافیت کې یې ستر رول درلودلای دی.