د انتخاباتو قسمي نتایج او د کاندیدانو عکس العملونه

د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ۱۰ فیصده قسمي رایې د یکشنبې په ورڅ اعلان شوي

د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د قسمي نتایجو د اعلان په اړه ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني محتاطانه عکس العملونه ښودلي دي. پاته شپږو نورو کاندیدانو بیا ویلي دي چې د انتخاباتو قسمي نتایج ورته د منلو وړ نه دي.

داکټر عبدالله عبدالله، چې د اعلان شوو رايېو په حساب تر نورو کاندیدانو مخکې دی، د خپل فسبوک د پاڼې له لارې ویلي دي چې تر نورو مخکې دی او تمه یې ښودلې ده چې بریالی به شي.


ښاغلي عبدالله د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس ته د یکشبنې په ورځ وویل: «په اوسني پړاو کې (دغه نتایج) ډیر مقدماتي او جزوي دي، اته ولایتونه په نتایجو کې نه دې حساب شوي، خو په عمومي لحاظ موږ تر نورو مخکې یو.»

ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۶ ولایتونو د ۱۰ فیصدو رایېو په حساب، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړي، ۴۱،۹ فیصده رایې خپلې کړې دي. د شمیرل شوو رایېو په حساب ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۷،۶ فیصده رایې ګټلي دي.

داکټر اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې د کمیسیون لخوا په اعلان شوو ارقامو کې «تقلبي رایې»د اصلي رایېو څخه نه دې تفکیک شوي او هیله یې وښودله چې د شکایتونو په اساس «تقلبي رایې» ژر تر ژره تفکیک شي.

د داکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د راېیو تفاوت ۲۱ زرو ته رسیږي. ښاغلی غني په دې باور دی چې د ټولو رایېو د شمیرنې سره به تر نورو مخکې شي.

داکټر اشرف غني وویل: «دا د ۱۰۰ دقیقو لوبه ده او یوازې لس دقیقې تیرې شویدي. او لکه څنګه چې (د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون) رئیس ویلي دي، نتایج به هره ورځ، هرو دوو ورځو کې، یا هرو درېیو ورځو کې تغیر وخوري.»

پاته شپږو نورو کاندیدانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده چې حکومتي چارواکي او د کمیسیون مسئولین یې د «تقلب» په کولو تورن کړي دي. دغه کاندیدان وايي چې دوی د انتخاباتو اعلان شوي نتایج نه مني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما یوه اعلامیه خپره کړې ده او د انتخاباتو د قسمي نتایجو د اعلان ملاټر یې کړی دی.

یوناما دا خبره هم کړې ده چې اعلان شوي ارقام په انتخاباتو کې د څو میلیونو اچول شوو رایېو وړه حصه جوړوي او کاندیدان او ملاتړکوونکي باید حوصله وکړي.

د نړیوالو مطبوعاتو تبصرې

نړیوالو مطبوعاتو هم د انتخاباتو په اړه تبصرې کړې دي، د واشنګټن پوست ورځپانې د قسمي نتایجو د اعلان په اړه یو مضمون خپور کړی دی چې عنوان یې دی «په انتخاباتو کې عبدالله عبدالله مخکې دی.»

خو واشنګټن پوست د ورځپانې په دغه مضمون کې دا خبره هم شوې ده، چې د ډاکټر عبدالله رایې ۵۰ فیصده نه شي پوره کولی.


د نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي چې د افغانستان د انتخاباتو د اعلان شوو قسمي نتایجو نه داسې معلومیږي چې کیدای شي انتخابات دوهم پړاو ته وغځیږي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپانې هم په یوه مطلب کې دا خبره کړې ده چې د افغانستان د انتخاباتو قسمي نتایج ښيي چې يوه کاندید هم اکثریت رایې نه دې ګټلي او د دې امکان ډیر شته چې انتخابات دې دوهم پړاو ته وغځيږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپانې بیا لیکلي دي چې قسمي نتایج ښيي چې د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان د مالیې د پخواني وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی ترمنځ سخته سیالي روانه ده

د درغلیو ادعاوي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې تر اوسه پورې تر ۱۹۰۰ ډیر شکایتونه درج شوي دي. د دغه کمیسیون دنده دا ده چې د انتخاباتو په پروسې کې شکایتونو او د درغلیو ادعاوو ته رسیدګي وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند محمد نادر محسني وايي چې کمیسیون به یې د دغو ټولو شکایتونو په اړه څیړنې وکړي.

ښاغلي محسني وویل چې ۸۷۰ داسې جدي شکایتونه وررسیدلي دي چې کیدای شي د انتخاباتو په نتایجو باندې تاثیر وکړي. خو هغه دا هم وویل چې معلومه نه ده چې د درغلیو زیاتره ادعاوي د کوم کاندید په خلاف دي.

دانتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رئیس عبدالستار سعادات د خپل فسبوک په پاڼې لیکلي دي چې که د اصلي او تقلبي رایېو تر منځ توپیر و نه شي، نو د هغه په وینا «ټاکنو ته د مشروعیت جامې نه شو اغوستلی.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د خپلې ویبپانې له لارې د ۲۶ ولایتونو د لږو رايېو د نتایجو اعلان کړي دي. په دغه ویبپانې کې دا نه دې ویل شوي چې شمیرل شوي رایې د کومو مرکزونو او د ولایتونو د کومو سیمو دي.

بله دا چې د انتخاباتو کمیسیون دا نه دې ویلي چې د ولایتونو او افغانستان په کچه څومره رایې اچول شوي دي.

همداراز د اتو ولایتونو—چې پکښې بدخشان، بغلان، نورستان، غور، میدان وردک، غزني، پکتیکا او دایکندي راځي—رایې نه دې شمیرل شوي.

د افغانستان د اساسي قانون په اساس، که د کاندیدانو نه یو هم د انتخاباتو په اول پړاو کې تر پنځوسو فیصدو ډېرې رایې و نه ګڼي، نو انتخابات به دوهم پړاو ته وغځیږي. په دوهم پړاو کې به د لومړي پړاو دوه مخکښ کاندیدان د یو بل سره سیالي وکړي.

تمه ده چې د انتخاباتو نهايي نتایج به د ثورد میاشتې په ۲۴ نیټه اعلان شي.