جوزجان کې سېلاوونو لږترلږه ۴۳ تنه وژلي دي

ارسیف

د جوزجان والایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سېلاوونو لږترلږه ۴۳ تنه وژلي دي او په سلګونو کورونو ته زیان اړولې دی.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې سیلاوونو د قوش تیپه او درزاب په ولسوالیو کې خلکو ته د سر اومال زیان اړولې دی او د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې هم یې خلک د زښتو ستونزو سره مخ کړي دي.

فقیرمحمد جوزجاني وویل:

یو شمیر شهیدان چې مونږ له سیلاب را ایستلې دي شمیر یې ۴۳ تنو ته رسیږې، چې ماشومان،ښځې او سړي په کې شامل دي یو شمیر یې د سرپل نه راوړې دي او یو شمیر نوریې د قوش تیپه او درزاب نه راوړې دي.

فقیرمحمد جوزجاني وویل چې یو شمیر کسان چې خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې د سیلاب د ګواښ سره مخ وو، د افغان پوځ په هلیکوپترو کې خوندي ځایونو ته لیږدولې دي.

خو جوزجاني وویل چې د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې یو شمیر کسانو د خپلو څارویو خوندیتوب په باب د اندیښنو له امله و نه غوښتل چې د هلیکوپترو پواسطه خوندي ځایونو ته لیږدول شي.

د سیمي اوسیدونکي وایي چې بارانونو اورښت د شپې په ۸ بجو پیل او د سهار تر ۴ بجو یې دوام وکړ چې له امله یې په دغه سیمه کې په پراخه توګه کرکیله هم زیانمنه شوي ده.

په جوزجان کې چارواکي ويره ښيي چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېرنورهم لوړ وخيژي، او دا ځکه دوی ته دسرپل ولایت د تلفاتو په باب راپورنه دی ورکړل شوي او هم سیمه ایزو اوسیدونکو دوی ته د لسګونه کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو راپورونه ورکړي دي.

بل خوا په بادغيس ولايت کې چارواکي وايي ددغه ولایت په مرکز په قلعه نو کې سيلاوونو اته کسه وژلي دي.