بدخشان په ارګوي کې د ژغورنې د چارو ورو پرمختګ

بدخشان د ارګوي په ولسوالۍ کې د پیښې ځای

د بدخشان ولایتي چارواکي وايي ‌چې د ارګوی ولسوالی په آب باریک کلي کې د سیمې د اوسیدونکو لخوا د پیښې د قربانیانو د ژغورنې چارې روانې دي ، خو د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب خبریالانو ته ویلي چې په سیمه کې د وسایلو او امکاناتو د نشتوالي له امله د ژغورنې عملیات ډیر ورو پرمخ ځي.

د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په ارګوي‌ ولسوالۍ په آب باریک کلي کې د ځمکې ښویدنې له امله ددغه کلي‌ درې سوه کورونه له خارو لاندې شوي دي ویره ده چې کیدای شي په دې پیښه کې په سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي ، خو تر اوسه په دې باب دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.

د افغانستان د پیښو سره د مبارزې اداره وايي‌ چې د پيښو د قربانیانو د ژغورلو هڅې روانې دي‌ له همدې امله دې ادارې مرستندویه ټیمونه هم دغې سیمې ته لیږلي دي ، خو د افغانستان پارلمان د پیښو سره د مبارزې د اداره د ژغورنې په هڅو نیوکه کړې او هغه کې کافي نه کڼلي.

ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې ددغې ادارې وغوښتل چې د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره دې لازمې مرستې ترسره کړي.

د بدخشان د ارګوی ولسوالی د آب باریک ولسوالي ددغه ولایت د مرکز په څلویښت کیلو مټرۍ کې موقعیت لري.

په سیمه کې د امریکا غږ آشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمن وايي چې سیمه اییزه حکومتي چارواکي د مرکز نه دغې سیمې ته د بشري مرستو د رارسیدولو تمه لري.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي مربوطه ادارو ته امر کړې چې د سیمې له خلکو سره لازمه مرستې وکړي او هم یې د پیښې ارزونې لپاره سیمې ته د یو دولتي هییت د لیږلو امر کړی دی.