د بدخشان د پیښې په هکله د اوباما خواخوږي

د بدخشان د آب باریک یو مصیبت ځپلی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغان ولسمشر حامد کرزي ته په تیلفوني تماس کې د بدخشان د غره خویدنې په پیښه کې د اوښتي ځاني او مالي تاوان په هکله خواخوږي څرگنده کړه.
په دې تلیفوني خبرو کې بارک اوباما ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې ددې پیښې له مصیبت ځپلو سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

د پیښې د قربانیانو د مرگ ژوبلې په هکله مختلف راپورونه موجود دي، خو د کلیو جوړولو او پراختیا وزیر ویس برمک وایي چې د ځمکې د ښویدلو له کبله لږ تر لږه ٣٠٠ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

د کلیو جوړولو او پراختیا وزیر ویس برمک، د آشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د ځمکې د ښویداو له کبله لږ تر لږه ٣٠٠ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

ښاغلي برمک وویل چې د کلیو د جوړولو او پراختیا وزارت د کلیو خلکو ته لارښونه کوي چې د سیلابونو د راوتلو په لار کورونه جوړ نه کړي.

په داسې حال کې چې د خارو لاندې شویو خلکو د ژغورنې احتمال کم بریښي، د بدخشان د ارگو ولسوالۍ اوسیدونکي تر اوسه هم دې نتیجې ته نه دي رسیدلي چې د ژغورنې عملیات ودروي.

د آب باریک د کلي اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ هم دې پریکړې ته ونه رسیدل چې ددې پیښې سیمه د د یو ډله ییز قبر په توگه اعلان کړي.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد یونس قانوني تر مشرۍ لاندې یو دولتي هیات د یکشنبې په ورځ بدخشان ته سفر وکړ چې له نژدې څخه د وضیعت جاج واخلی.

دا په داسې حال کې دي چې د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن، د امریکا غږ ته وویل چې هغوی د لومړنیو بشري مرستو له درکه ستونزې نه لري.

ښاغلي فروتن وویل چې د کارونو د سم نظم په خاطر درې کمیسیونه جوړ شوي چې یو یې تخنیکي کمیسیون دی. د تخنیکي کمیسیون دنده ده چې د هغه ډنډ د خلاصولو لارې چارې وسنجوي کوم چې د غره د ښویدلو له امله یې د هغو اوبو لاره ډب کړې چې د آب باریک گاونډۍ درې ته جاري ویې او هغه یې اوس له گواښ سره مخامخ کړې ده.

د هغه په وینا د غړه خاورو او تیږو د اوبو لاره ډب کړې او دا ددې سبب شوي چې د اوبو سطحه ورځ په ورځ لوړه شي.

ښاغلی فروتن زیاتوي چې بل کمیسیون د مرستو د رسولو او د میشت ځایونو د جوړولو په خاطر جوړ شوی چې مصیبت ځپلو ته د کورونو د جوړولو د ځمکې او ځای غم وخوري.

فروتن د مړو د شمیر په هکله وایي چې تر اوسه بشپړه شمیره نه ده څرگنده او په دې هکله هڅه روانه ده. خو هغه وایي چې د مړو شمیر د دوه زرو تنو په حدود کې اټکل کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس، د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د امریکا غږ ته وویل چې په دې پیښه کې شاو خوا ۲۵۵ تنه مړه شوي دي.

خو د کلیو د جوړولو او پراختیا وزیر د امریکا غږ سره په مرکه کې د مړو شمیر دوه زره تنه اټکل کړ.

د مصیبت ځپلو سره مرستې

د بدخشان د والي مرستیال گل محمد بیدار، د امریکا غږ ته وویل « تر اوسه د ملگرو ملتونو غذایي سازمان او د گډوالو د چارو سازمان او د آغا خان بنیاد د مصیبت ځپلو سره د خیمو، کمپلو او خوراکي توکو مرستې کړې دي.»

په دې ترڅ کې د د نړیوال غذایي سازمان د رسنیو او ډله ییز ارتباط آمر وحیدالله امانی، د آشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل « نړیوال غذاي سازمان لومړنی سازمان و چې شاو خوا خپل اتیا ټنه کمکي مواد یې د شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو او د افغان حکومت د مرستو رسولو له موسسو سره هم آهنگ کړل چې په هغو کې د خوراکي موادو لومړنۍ مرستې شاملې وې او ویش یې د شنبې په ورځ په سیمه کې پیل شوی دی.»

ښاغلي اماني زیاته کړه چې د مرستو په لیږدولو کې له کومو خنډونو سره نه دي مخامخ شوي.

هغه وویل دا مرستې به شاوخوا اوه سوه مصیبت ځپلو کورنیو ته وویشل شي چې ښایي د هغوی د یوې میاشتې لپاره به کفایت وکړي.

بلخوا د بدخشان د ولایت مرستیال گل محمد بیدار، وایي هغوی د سیمې له خلکو سره د ژغورنې د عملیاتو په درولو خبرې وکړې خو د قربانیانو کورنۍ د عملیاتو د دوام غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د سیمې علماو او سپین ږیرو دا منلې چې د آب باریک سیمه دې د (آب باریک د شهداو) په نامه ونومل شي او یو یادگاري څلی دې پرې جوړ شي.

همدارنګه د ارګو ولسوالۍ د غر ښویدنې له قربانیانو سره له دولتي او د یو شمیر موسیسو له مرستو سربیره ځینو دولتي چارواکو او سیاسي کړیو هم مرستې کړې دي.