د توکیو غونډه: د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

کنفرانس توکیو در باره کمک با افغانستان و پاکستان 2

د جاپان په پلازمینه توکیو کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو نړیوال کنفرانس پرانستل شو.

د اسوشیتید پریس آژانس د راپور له مخې په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ٦٠ هیوادونو او نړېوالو خیریه موسساتو استازي گډون لري او مشري ېې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د حکومت خاص اسازې مایکل کوچ په غاړه لري.

ښاغلي کوچ په خپلې افتتاحيه وېنا کې ومنله چې جاپان د افغانستان په بیا ودانولو کې ډیره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه « مونږ دلته ددې لپاره سره راټول شوې ېوو چې دافغانستان په بېا ودانولو کی د جاپان د حکومت د هغې حېاتي وډنډې قدردانې وکړو چې د ٢٠٠١ م کل نه وروسته ېې تر اوسه پورې کړې دي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدي چې د توکیو په کنفرانس کې ېې گډون کړې، په خپله وینا کې د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې یو لړ څرگندونې وکړې.

د توکیو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین خبرې


هغه په خپلو خبرو کې وویل

« مونږ اطمنان لرو چې د افغانستان سیاسی مشران به د خپل هیواد گټې په پام کی ونیسي او په داسې ډول به یو له بل سره سیالي او رقابت کوي چې ټولنیز اختلافاتو مخه ونیول شي او په نتیجه کې به ېې په هېواد کې داسې یو حکومت جوړ شي چې په افغانستان کې به ثبات ټېنگ شي او ملی یوالي به نورهم پېاوړې شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی د امریکا آشنا رادیو ته وویل « ددې ناستې هدف په افغانستان کې د روانو ټاکنو او همداشان د افغانستان د نورو مهمو مسلو لکه سیاسي انتقال، امنیتي او اقتصادي چارو په اړه د نظریاتو تبادلې ته ځانگکی شوی و او همداشان په دغو برخو د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او ملاتړ په دوام ټینگار وشو.»

د افغانستان او پاکستان په اړه دا ډول غونډې معمولا په کال کی درې ځلې کېږي.