د څار موسسه: په دوهم پراو ټاکنو کې د رایو پاڼې زیاتې کړئ

د افغانستان د ټاکنو د څار د موسسې مشر سپین غر

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي چې د جمهوري ریاست په دویم پړاو ټاکنو کې د رایې ورکولو په محلونو کې د رایو پاڼو شمیر چې په لومړي پړاو کې شپږ سوه وو ، اته سوه رایو پاڼو ته اوچت کړي.

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې د پنج شنبې په ورځ د جوزا په نهمه نیټه د حمل د میاشتې د ټاکنو په هکله یو راپور خپور کړ چې پکې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي پړاو ټاکنو کې ځینو ستونزو ، نیمګړتیاوو او سرغړونو ته اشاره شوې ده.

ددغې موسسې مشر جانداد سپین غر خبریالانو ته وویل چې که څه هم په لومړي پړاو ټاکنو کې خلکو په پراخه کچه ګډون وکړ، خو د ټاکنو په بهیر کې د ځینو درغلیو ترڅنګ نیمګړتیاوې هم وې.

ښاغلی سپين غر وايي “ د ټاکنو په قانون کې د ټاکنو د دواړو کمیسیون یعنی د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون ته د رایو د بې اعتباره کولو واک ورکړل شوی دی ،‌ خو د رایو په بې اعتباره کولو کې د دواړو کمیسیونونو واک ته د وخت له مخې له یو بل سره توپیر نه دی ورکړل شوی”.

ښاغلی سپین غر زیاته کړه د لومړي پړاو ټاکنو له ورځې څخه وروسته دواړو کمیسیونونو د رایو د پلټنې او باطلولو لپاره د خپلو واکونو څخه کار واخیست او له څیړونو وروسته رایې بې اعتباره کړې چې دې مسلې له خلکو لار ورکه کړه او د نوماندانو نیوکې یې راپورته کړې.

د رایې شمیرنې د پایلو فورم یو له هغو مهمو سندونو څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان د ټاکنو د څار د موسسې په باور په لومړي پړاو ټاکنو کې په نږدې دیرش فیصده محلونو کې د طرزالعمل مطابق د کاندیدانو استازو ته په واک کې نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي سپین غر وویل چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې باید د ښځینه کار کوونکو شمیر زیات کړای شي چې د ممکنه درغلیو مخه ونیول شي.

هغه وایي “کله چې په ښځینه محلونو کې د ښځینه کارکوونکو شمیر کم وي طبیعي ده چې کمیسیون هلته نارینه کارکوونکي په دنده ګماري او کله چې نارینه کارکوونکي هلته ګمارل کیږي دوه جدي ستونزې رامنځ ته کیږي‌ یوه دا چې دلته د خلکو په تیره د ښځو ونډه کمیږي او بله دا چې درغلیو لپاره د نارینه وو لخوا د ښځو د کارتونو کارول زیاتیږي دا یو لوی درس دی هیله من یو چې کمیسیون دغه درس ته پاملرنه وکړي”.

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه وايي د ټاکنو په لومړي‌ پړاو کې د ترلاسه شویو تجربو او زده کړو له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ترسره کیدو د لومړۍ ورځې وروسته د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان پورې باید د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو یوازینۍ مرجع وي.