ملګري ملتونه: د ډاکټر عبدالله څرګندونو متعجب کړي یو

ارشیف

افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر، یوناما وايي، چې د ټاکنو له کمیسیونونو سره د عبدالله عبدالله پرېکوڼ ملګري ملتونه متعجب کړي دي.

د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته وویل، له کاندیدانو غواړي ترڅو داسې څرګندونې و نه کړي، چې د ټاکنو بهیر اخلال کړي.

د یوناما ویاند وايي، په هر ډول چې وي بیا د ټاکنو قانوني بهیر په مخ کې لاړ شي.

د یوناما ویاند وویل "کوم اعلان چې د ډاکټر صاحب عبدالله له خوا ددې په اړه چې د ټولټاکنو له بهیر سره خپلې مرستې د تعلیق په حال کې راولي، دا کوم اعلان چې شوی دی، دې مونږ په ملګرو ملتونو کې متعجبه کړي یو".

ښاغلی عبدالله چې د ولسمشرۍ په دوهم پړاوو ټاکنو کې کاندید دی، د چارشنبې په ورځ یې وویل، چې د ټاکنو له کمیسیون سره اړېکې پرېکوي او خپل څارونکي له کمیسیونونو باسي.

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي وو، چې د ټاکنو د مسئلې اواري ته دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ګډه کمیټه جوړه شي.

خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما ویاند نظیف الله سالارزی وايي، چې دا لومړی وار دی چې د عبدالله له خوا دا مسئله اوري او ملګري ملتونه غواړي چې ددې مسئلې په تړاوو زیات وپوهیږي او معلومات ورته ورکړل شي.

ښاغلي عبدالله د چارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، تر هغو یې چې غوښتنې نه وي، منل شوي د ټاکنو په کمیسیونونو باور نه شي کولی.

هغه وویل، د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس ضياء الحق امرخېل د دندې ځنډول، د اوو ملیونو رايي ورکوونکو د وړاندوینې ځواب ویل، او د رايي ورکوونکو د تناسب د کچې معلومولو یې غوښتنې دي.

د ولسمشرۍ دا نوماند وايي، د ټاکنو د کمیسیون د لومړي پړاوو پنځه زره کارکوونکي ولې لرې شول، او پر ځای نوي و ګمارل شول.

ښاغلی عبدالله وايي، د رايو شمېرل دې هم سملاسي بند شي او رايي شمېرنې دې نه کیږي.

هغه وویل، خپلو ټولو څارونکو ته یې ویلي، چې د ټاکنو له مرکزي کمیسیون او د ټاکنو د کمیسیون له ولایتي دفترونو ووځي او د اصلاحاتو او همپالنې دفترونو ته دې لاړ شي.

عبدالله عبدالله دا ادعاء کوله، چې د ټاکنو په ورځ یې په ځینو سیمو کې دده د ټیم څارونکي وهل شوي دي، خو دا چې چا وهلي دي، څرګنده نه کړه.

هغه په داسې حال کې د سازمان شويو درغلیو ویناء کوي، چې تېره ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویلي وو‌، چې پدې ټاکنو کې سازمان شوې درغلۍ نه وې او درغلۍ د دواړو کاندیدانو پلویانو کړي دي.

احمد ضياء مسعود

بل لورته د جمهوري ریاست د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټیم مخکښ غړي احمد ضياء مسعود بیا نن ویلي، چې په ټاکنو کې بریا او ناکامي معمول ده او کوم ټیم چې واک ته رسیږي مقابل لوری یې باید پر وړاندې ژبنی او قومي تعصب و نه کاروي.

ښاغلي مسعود چې د پنجشیر، پروان، کاپیسا او کوهدامن قومي مشرانو ته نن په کابل کې خبرې کولې، وویل کوم ټیم چې په ټاکنو کې نه بریالی کیږي بیا دې په خلکو خپلې غوښتنې نه مني.

ښاغلي مسعود وویل « سیاستوال باید د دیني،جهادي او قومي احساساتو په پارولو سره یو ځل بیا هیواد د بې ثباتۍ لور ته یونه سي. همداراز د شمیرو له مخې زمونږ د ټیم قسمي بریا هم د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وایم.»

ښاغلي مسعود پدغه غونډه کې ظاهرا د ټاکنو په نتایجو څه ندي ویلي، د ټاکنو د کمیسیون او د دواړو کاندیدانو د تفاهم لیک په اساس کاندیدان اړ دي، چې د پایلو له اعلان مخکې هیڅ راز وړاندوینې و نه کړي.