محسني:په کمیسیون د بې باورۍ خبرې مخکې له وخته دي

نادر محسني د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ور رسېدلو شکایتونو په تړاوو لا هم وروستۍ پرېکړه نده کړې، او د کاندیدانو اندېښنې او نېوکې هم بې ځایه دي.

ښاغلي محسني وویل، چې ملګري ملتونو هم کولای شي، چې ددغه کمیسیون د شکایتونو د ارزونې په وخت حاضر واوسي.

نښاغلی محسني وايي، شکایتونو ته ددغه کمیسیون ولایتي دفترونه د چهارشنې د شپې تر دوولسو بجو پورې رسیده ګي کوي او بیا که کاندیدانو کومه مسئله لري په ۷۲ ساعتونو کې استئناف غوښتی شي.

هغه وايي، دوی ته ۲۵۵۸ شکایتونه چې شوي دي، دا په ولایتي دفترونو کې پرې څېړنه روانه ده او تر اوسه پدې اړه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وايي، چې ددغه کمیسیون د کندز ولایتي دفتر نن د امنیتي تهدیدونو له امله تړل شوی دی، خو د امنیتي تدابیرو په ښه کولو به دغه دفتر بېرته پرانستل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د کندز د دفتر مخې ته یو مدني حرکت شوی وو، چې ددغه دفتر مسؤلینو دا تصمیم ونیولی تر هغو چې امنیتي مسائل نه وي اوار شوي، دفتر به تړلی وي، خو نور وویل چې امنیتي ادارو پدې برخه کې ورسره مرسته کوي.

ښاغلی نور وايي "مونږ له خپل ولایتي دفتر سره خبرې وکړې، دوی وویل چې زیاته جدي ستونزه نشته کله چې امنیت سم شي، دفتر بېرته پرانیزو".

ښاغلي نور وویل، چې ملګرو ملتونو لا له مخکې په تخنیکي او ماليي برخو کې د کمیسیون مرسته کړې ده او دا چې په پورته شوي حالت کې به یوناما کومه ونډه ولري، نور وویل، چې یوناما او نور بنسټونه لګیا دي، د ټاکنو له روان وضعیت څارنه کوي.

ښاغلي نور وویل، د ټاکنو کمیسیون تر دې دمه ۸۵ په سلو کې د رایو د جمعه کولو په مرکز کې رايي جمعه کړي او سیستم ته یې خېژولي دي.

هغه وايي، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره پوره همکار دی.