په ننګرهار کې په ترافيکې پیښه کې۱۷ تنه وژل شوي

د جلال آباد - تورخم پر لويه لار د ترافيکې پیښې ځای

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي آشنا راډيو ته وويل چې پیښه د جمعې د ورځې پر سهار نهه بجې او پينځلس دقيقې د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان ښارګوټي ته نږدې رامنځته شوې ده.

د والي وياند زياته کړه چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو ټريلر موټر له خپلې ليکې نه د سرغړونې له مخې د ملکي خلکو يو کاسټر موټر سره وجنګیده.

هغه وايي د پیښې دولس جسده د بټي کوټ ولسوالۍ سيمه یيز روغتون ته وړل شوي او نور يې د جلال آباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

دى وايي چې د پیښې په تړاو د ټريلر موټر چلوونکى او کلينر نيول شوي دي.

عبدالزى وايي چې په زخميانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

د والي وياند وويل کاسټر موټر له تورخمه جلال آباد ته او ټريلر موټر له جلال آباده تورخم لوري ته روان وو.

د تورخم - جلال آباد لويه لاره چې د پاکستان سره د افغانستان د ترانزیت یوه همه لاره ده د موټرو د ډېرې ګڼې او د لارې د کوچنیوالي له امله اکثره وخت په کې ترافيکي پیښې رامنځته کیږي.