د ټاکنو کمیسیون ته د عبدالله خبرداری

عبدالله عبدالله شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا په حال کې

د عبدالله عبدالله ټیم د جوزا د ۲۴ ورځې په ټاکنو کې د درغلیو په باب، د ټاکنو د دارالانشا د پخواني رئیس ضیاالحق امرخیل د لاس لرلو په هکله یوبل غږیز پټ ثبت شوې ټیلیفوني آواز نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته واوره چې ددغه ټیم د وینا له مخې امرخیل د ټاکنو یوه ورځ مخکې د پکتیکا د ولایتي حکومتي او د ټاکنو د کمیسیون د چارواکو سره په کې د ټاکنو په باب خبرې کړې دي.

امرخیل ته په دغه منسوب شوي آواز کې هغه د پکتیکا والي، د پکتیکا د ټاکنو د دفتر د رئیس او په ولسي جرګه کې ددغه ولایت یو استازي نادرخان کټوازي سره خبرې کوي.

د ښاغلي عبدالله ټیم ددې دمخه هم د ښاغلي امرخیل یو پټ ثبت شوی تیلیفوني اواز خپور کړی وو چې امرخیل یې د منلو نه انکار کړی وو.

تراوسه دغو کسانو چې نن یې اوارونه رسنیو ته اورول شوي وو رسنیو ته په دي هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

ددغو پټ ثبت شوو آوازونو د خپرولو لپاره د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم په کابل کې د شنبې په مازیګر یوه لویه غونډه جوړه کړي وه.

ددغو پټ ثبت شوو آوازونو د خپرولو وروسته د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې که چیري د دوی غوښتنو ته ځواب ورنکړل شي او هر څه که پیښ شول مسولیت به یې دده د ټیم په غاړه نه اوسي.

ښاغلي عبدالله وویل "د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې تقلب او بې عدالتي نه منم".

هغه وویل چې جمهور ریس جامد کرزي ته یې لا دمخه ویلي وو چې د ټاکنو په بهیر کې د پراخه درغلیو په باب پوره اسناد او شواهد لري

ښاغلي عبدالله وویل چې د جمهور ریس نه یې غوښتي وو چې د ټاکنو په بهیر کې بیطرفه پاته شي .

هغه زیاته کړه چې د کمیسیونو څخه یې غوښتي دي چې پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې کړي او هرکله یې چې دا کار وکړه بیا به دده ټیم د ټاکنو بهیر ته ورستون شي.

ښاغلي عبدالله ادعا وکړه چې د جوزا په ۲۴ ورځ تر ۱.۵ ملیون پورې ناپاکه رایې د رایو صندوقونو ته غورځول شوي چې په کار دي د پاکو رایو څخه بیلې شي.

هغه وایي چې دده ټیم سره نور اسناد هم شته چې په یو دوه ورځو کې به يې خپاره کړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل که چیرې یې غوښتنو ته پاملرنه ونشي هر څه چې پیښ شول مسولیت به یې دده په غاړه ونه اوسي.

هغه وویل که چيرې پاکې رایې له ناپاکو رایو جدا نه شوې او تقلبي حکومت راغې بیا به په سلکونو او زرګونو بې ګناه خلک په زندان کې پاته کیږي او په زرګونو جنایتکاران به ازاد وي.

ښاغلي عبدالله وویل که دا مسله له پامه وغورځول شي د افغانستان خلکو ته بله لار نه پاتې کیږي.

مونږ د پاکو رایو نه د ناپاکو رایو د بیلولو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي که هرڅوک دغو شرایطو ته پاملرنه ونه کړي مسولیت یې د هغو په غاړو دی.

هغه زیاته کړه که یو اعلان نن او بل اعلان سبا ته وکړي دا دهغو مسولیت دی مونږ خپلو خلکو ته مراجعه کوو او د لوی خدای په مرسته د افغانستان د خلکو د پاکو رایو نه دفاع کوو.

په کابل کې جوړې شوې دې غونډې ته د عبدالله عبدالله د ټیم یو زیات شمیر مشرانو چې د جوزا د ۲۴ ورځې په ټاکنو کې ددغه ټیم نه ملاټړ کړې وو، هم ګډون درلود.

دغو مشرانو هم د افغانستان په جمهور ریئس باندې انتقادونه کول چې ددوي په وینا هغه په ټاکنو کې بیطرفه نه دی، غونډې ته د جمهور رئیس کشر ورور محمود کرزي هم خبرې وکړې.

د افغانستان جمهور رئیس تل په ټاکنو کې د کوم کاندید پلوي کول رد کړی دي.

عبدالله عبدالله دا خبرداری په داسې حال کې ورکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش له مخې ټاکل شوې چې د جوزا د ۲۴ ورځې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د را روانې چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

د بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستي د هییت دفتر یوناما په یو بیان کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د هغې پریکړې هرکلی کړی چې ددغه کمیسیون چارواکو ویلي دي چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر له طرفه د آواز د خپرو شوو ټیپونو پلټنه یې نن پیل کړې ده.

یوناما په دغه بیان کې ویلي دي چې هیڅوک د قانون نه پورته نه دی او که هرچا غیر قانوني کړنې کړې اوسي په کار ده د افغانستان د قانوني مجرا له لارې یې دوسیې وڅیړل شي.