د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یو غړي بریالي ارسلايي وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون هره پرېکړه سر له نن نه دغه ټاکنیز ټیم ته د منلو وړ نده او د دوی په وړاندې مشروعیت نه لري.
د عبدالله عبدالله د ټیم دغه ویاند په ښکاره ډول دواړه ټاکنیز کمیسیونونه د درغلیو یوه برخه وګڼله.
تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ویلي وو، چې د عبدالله عبدالله درې واړه غوښتنې یې منلي دي.
خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر رئیس بریالی ارسلايي وايي، چې دوی دیارلس غوښتنې درلودې او د ټاکنو کمیسیون ورته نه ځواب ورکړی.
بریالي ارسلايي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو خبرې کنفرانس ته وویل، چې د دوی یوه لویه غوښتنه دا ده چې په هغو سیمو کې له سره بیا ټاکنې وشي، چې هلته د دوی په باور خلکو د شته نفوس نه زیاتې رايې ورکړي دي.
که څه هم بریالي ارسلايي نن ددغو ولایتونو نومونه وانخېستل خو پخوا یې ویلي وو، چې دوی د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې له سره بیا ټاکنې غواړي.
د ښاغلي عبدالله د ټیم دغه غړي په څرګنده وویل، چې د دوی ددغه پرېکوڼ نه وروسته که بیا هم د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو پایلې اعلانوي، نو د هر ډول عواقبو مسولیت به یې د ټاکنو د کمیسیون او د ولسمشر حامد کرزي په غاړه وي.
د ښاغلي عبدالله ټیم تېره ورځ یو بل غږیز ټیلیفوني ټیپ خپور کړ، چې پکې یې دا ځل د پکتیکا والي محب الله صمیم په درغلیو تورن کړی دی، خو د پکتیکا والي محب الله صمیم بیا ویلي چې دا غږ جعلي دی.
تر دې وړاندې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء پخواني رئيس ضياء الحق امرخېل ده ته منسوب غږ جعلي بللې وو،
د وردکو والي هم د ښاغلي عبدالله د ټیم له لورې خپور شوی غږ منلې چې د هغه غږ دي خو زیاته کړې ده چې د ښاغلي عبدالله ټیم د هغه د غږ نه ناسم تعبیر اخیستی دی، په ناسمه بڼه یې خپور کړی دی.
خو خپله د عبدالله عبدالله ټیم دا غږونه د ټاکنو په کمیسیون کې د شتو درغلیو په برخه کې لوی ثبتونه ګڼي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره ورځ وویل، چې د د ښاغلي عبدالله ټیم دوی ته په رسمي ډول دا غږونه ندي سپارلي او که یې وسپاري دا به مومي چې دا غږونه کومې منبع د ښاغلي عبدالله د ټیم په ولکه کې ورکړي دي.
بل لورته ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ ویلي چې نوي ولسمشر ته به د اختر په پنځمه واک پرېږدي.
له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې چې ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د عبدالرحیم ایوبي په مشرۍ د متحد ملت د ګوند له غړو سره ناسته درلوده د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لورې د جمعې د ورځې لاریونونه د ډیموکراسۍ پخوالی ګڼلی دی.